د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د شاه امان‌الله خان اصلاحات

Loading

شاه امان‌الله خان د هېواد د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، په بېلابېلو برخو کې اصلاحاتو ته مخه کړه.

هغه د ۱۹۲۷زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې ځينو اروپایي او نورو هېوادونو ته شپږ میاشتنی سفر وکړ او له بېرته راستنېدو وروسته یې ځینې اصلاحات پیل کړل.

د لویې جرګې جوړول او د لومړي اساسي قانون تصویب، د غلامۍ له منځه وړل، د مشروطه شاهي نظام رامنځته کول، د قواوو تفکیک، د زده‌کړو جبري کول، د جبري کار منعه کول، د زده‌کړو لپاره بهرته د ځينو محصلانو لېږل، په کابل کې د لومړي عامه کتابتون جوړول او د چاپي رسنیو زیاتېدل  هغه مهم کارنه وو چې، شاه امان‌الله خان ترسره کړل. 

حقوق پوه عبدالشکور دادرس په دې هکله وايي:«هغه وتوانېد چې، په افغانستان کې اساسي قانون توشیح کړي او دا واقعاً د ویاړ وړ دی. شاه امان‌الله هغه څوک و چې، په اساسي قانون کې یې تعلیم ور زیات کړ.»

خو دا اصلاحات د دې لامل شول چې ځينې له هغې ډلې حبیب‌الله کلکاني د نظام پر ضد بلوا وکړي. او له همدې امله امان‌الله خان له حکومته استعفا وکړه او ایټالیا ته ولاړ.

۱۰۵کاله مخکې د افغانستان پاچا امان‌الله خان له انګلیس ځواکونو سره په درېیو جبهو کې جګړه وکړه او د راولپنډۍ تړون په لاسلیکولو سره یې له بریتانیا د هېواد خپلواکي اعلان کړه.

د خپلواکۍ له اعلان وروسته، امان‌الله خان له شوروي، برېټانیا، ترکیې او ایران سره د دوستۍ تړونونه لاسلیک کړل.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالواحد طاقت په دې تړاو وايي:«د شوروي جمهورتیونو اتحاد د دې سربېره چې، زموږ خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله، امان‌الله خان ته یې وړاندیز وکړ چې، له شوروي سره اقتصادي، سیاسي، نظامي او نور تړونونه لاسیک کړي.»

د خپلواکۍ له اعلان وروسته، هر کال د زمري ۲۸مه، له برېټانیا د افغانستان د خپلواکۍ د بېره اخیستو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د شاه امان‌الله خان اصلاحات"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*