د افغانستان مسئلې پر سوله‌ییز حل د برېکس بهرنیو چارو وزیرانو ټينګار

د برېکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د ستونزو پر حل او د ترهګرو ډلو له لوري د افغان خاورې د نه‌کارېدو په تړاو هم د ډاډ‌ پر حاصلېدو ټينګار کړی دی.
 
دوی د یوه خپلواک، سوله‌ییز، له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د پاک هېواد په توګه له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

له ځنډ پرته افغانستان ته بشري مرستې، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او بېلابېلو قومونو د حقونو خوندیتوب هغه نورې برخې دي چې په دغې ګډې اعلامیه کې پر هغې ټینګار شوی دی.
 
 د برېکس سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«وزیرانو د سیمه‌ییز امنیت او ټيکاو د پیاوړتیا په موخه په افغانستان کې د مسایلو د ژر او سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ. هغوی د یوه خپلواک، سوله‌ییز، له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د پاک هېواد په توګه له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړ.»

په دغې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بشرپاله مرستو د اړتیا په تړاو هم بحث شوی دی. 

اعلامیه کاږي:«وزیرانو له افغانانو سره د ژر او بې وقفې بشري مرستو پر اړتیا او د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومونو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټیزو حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.»

د پوهنتون استاد محمد اېمل دوست‌یار وايي:«د هغوی په فکر کې دا دی چې ګواکې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالیت لري چې باید هغوی ته ډاډ ورکړل شي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې ډپیلماټیکې اړیکې ولري څو هغوی ډاډ ترلاسه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سیمع‌الله احمدزی هم څرګندوي:«په دغې موده کې ټولو سیاستوالو له اسلامي امارته غوښتي چې په دې برخه کې مثبت اقدامات ترسره کړي. موږ باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه له نړۍوالو سره تعامل ته مشروط نه‌کړو، دا زموږ په خپله ګټه ده.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تل یې د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجمیل شیرانی په دې هکله داسې وايي:«اسلامي امارت په ځلونو ویلي او ورته وضاحت یې ورکړی چې د افغانستان له خاورې هېڅ اندېښنه ونه‌لري. ګاونډیو، د سیمې، نړۍ هېوادونو او ان امریکا او متحدانو ته به یې کومه ستونزه موجوده نه‌وي.»

د برېکس سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د روسيې په نیژني نوګورود ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، ترکیې، هند، قزاقستان، سعودي عربستان، برازیل، سوېلي افریقا، لاووس، بحرین، مصر، متحده عربي اماراتو، بنګله‌دېش، سریلانکا، کیوبا، ټایلنډ، بېلاروس، وینزویلا، موریتانیا اوویتنام د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان مسئلې پر سوله‌ییز حل د برېکس بهرنیو چارو وزیرانو ټينګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*