
د افغانستان-منځنۍ اسیا د غونډې چورلیز؛ د همکاریو پر ژمنتیا ټينګار وشو
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ګډې غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې ده.
اعلامیه کې راغلي چې د دغه وزارت په نوښت د «افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې» غونډه د وزارت په ستوري ماڼۍ کې وشوه.
دغه غونډه د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په مشرۍ جوړه شوې وه چې د اوزبېکستان او قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او په کابل کې د تاجېکستان، ترکمنستان او قزاقستان سفیرانو هم پکې ګډون کړی وو.
ښاغلي متقي په خپله پرانیستونکې وینا کې ویلي، د دې غونډې موخه د سیمهییزو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو پراختیا ده.
هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد پر محور ولاړ دی او د سیمې هېوادونه پکې ځانګړی ځای لري.
اعلامیه کاږي چې غونډه کې د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کایرات تورسنکولوف و ویل: «افغانستان د قرغېزستان مهم ګاونډی دی چې زموږ په اقتصادي پروګرامونو کې ځانګړی ځای لري.»
هغه زیاته کړه: «موږ له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن یو او د ترهګرۍ او قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت هڅو ملاتړ کوو.»
هغه همداراز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه او یو اړخیز بندیزونه یې بېګټې وبلل.
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، بابر عثمانوف هم په خپلو خبرو کې و ویل: «افغانستان باید د یوه پُل په توګه وکارول شي چې نږدې دوه میلیارده خلک سره نښلوي. زموږ هدف دا دی چې په راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه کړو.»
د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف بیا و ویل: « د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات بېساری دی. ترکمنستان د خپل بېطرفه سیاست له مخې د نړۍوالې ټولنې له هغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د بنسټیزو زېربناوو رغول وي.»
ښاغلي خواجه عوضوف زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه په ترکمنستان کې د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړي.
غونډې ته د تاجېکستان سفیر، سعدي شریفي داسې و ویل:« افغانستان کې سوله زموږ د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ده»
هغه د چین په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له خبرو ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې ستونزې باید یوازې له سولهییزو لارو حل شي.
د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د اقتصاد او ټرانزیټ له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او ژمن دي چې دغه ظرفیتونه په دوامدار او اغېزناک ډول وده ومومي.
په ټوله کې د سیمې د هېوادونو استازو د افغانستان د امنیت وضعیت مثبت ارزولی او د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د دغه نوښت ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې د ګډو امنیتي، اقتصادي او اقلیمي همکاریو لپاره به پر یوې ګډې لارې نقشې کار وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان-منځنۍ اسیا د غونډې چورلیز؛ د همکاریو پر ژمنتیا ټينګار وشو"