د هند او پاکستان ترینګلتیاوو د افغانستان ټرانزیټ له ستونزو سره مخ کړی

Photo: Pramod Tiwari

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو پر وارداتو بندیز په کراچۍ او واګه بندرونو کې د افغانستان ټرانزیټ د صادراتو د لېږد مخه نیولې او دغه وضعیت د هېواد پر اقتصاد ډېر فشار راوړی دی.
 
 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاي غړی خان‌جان الکوزی وايي:«وضعیت ډېر خراب دی. پر دې سربېره په هند کې د افغانستان د توکو بیې لوړې شوې دي؛ ځکه چې عرضه کمه ده او تقاضا زیاته؛ د هند خلک د افغانستان له تازه او وچو مېوو سره ډېره مینه لري. له همدې امله دا یوه جدي ستونزه ده. موږ د پاکستان او هند له حکومتونو غوښتنه کوو، چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ موضوع‌ګانې له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا وساتي.»

 د اقتصاد وزارت مسلکي عبداللطیف نظري معین هم د افغانستان پر اقتصاد د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د مستقیمو اغېزو په تړاو خپله اندېښنه داسې څرګندوي:«د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د افغانستان پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز لري. د افغانستان اساسي توکي له واګه بندره واردېدل، او د دغو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره، له شکه پرته دا بهیر کولی شي، وارداتو او صادراتو ته خدي زیانونه واړوي.»

بلخوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، چې افغانستان باید له هند سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د ساتلو لپاره د ایران چابهار بندر په ګډون بدیلې لارې پیاوړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی میرشاکر یعقوبي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د سیمې اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پام کې نیولو سره، د چابهار بندر د واګه بندر لپاره د بدیل په توګه د استفادې زمینه برابره شوې ده. موږ کولای شو د دغه بندر له لارې خپله سوداګري څو برابره زیاته کړو، او دا د افغانستان لپاره یو طلايي فرصت ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د دغو ترینګلتیاوو د کمولو او د سیمې اقتصادي ګټو ته د نور زیان اوښتو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو خبرو غوښتنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هند او پاکستان ترینګلتیاوو د افغانستان ټرانزیټ له ستونزو سره مخ کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*