د افغانستان پر ټيکاو د هند او منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو ټينګار

Photo: A Chosen Soul

د افغانستان پر ټيکاو د هند او منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو ټينګار

د مرکزي اسیا پنځو هیوادونو او هند په افغانستان کې سوله او ثبات مهم بولي.

د هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر داسې یو افغانستان ټینګار کړی، چې باثباته، سوله‌ییز، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک وي.

په اعلامیه کې  ویل شوي چې د هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه همغږي زیاته کړي.

د هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا له داسې افغانستان څخه قاطع ملاتړ وکړ، چې سوله‌ییز، باثباته، له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو څخه پاک وي. دوی دغه راز له افغانانو هم پر ملاتړ ټینګار وکړ. وزیرانو هوکړه وکړه چې د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه به له نږدې څخه مشورو ته دوام ورکوي.»

د دې ګډې اعلامیې پر بنسټ، د افغان ولس ملاتړ بله موضوع ده چې د هند او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه ناسته کې پرې ټینګار شوی دی.

دوی همداراز د سیمې د سولې، امنیت، ثبات او اقتصادي پراختیا په برخه کې د شانګهای د همکاریو سازمان رول  مهم بللی دی.

د سیاسي چارو شنونکی، نثار احمد شیرزی هم وايي: «د دغو هېوادونو اندېښنې باید واورېدل شي؛ په ځانګړي ډول د هند، چې تل یې د افغانستان د خلکو ستونزو ته د رسېدو ټینګار کړی او هېڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.»

د هند او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له لوري پر سولې او ثبات ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت له تاجیکستان پرته، له هند، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان او ازبکستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان پر ټيکاو د هند او منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو ټينګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*