د هېواد د کرېکټ الف ملي لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړه.
د افغانستان او سریلانکا الف ملي لوبډلو د اسیا ملتونو د ځوانانو جام په پایلوبه کې، نن ماښام (یکشنبې) په عمان کې د لوبډلې ډګر ته ودانګل او د لوبې لومړۍ پاڼۍ سریلانکا له توپوهنې سره پيل کړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان خپلې سیالې افغان لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.
په دویمه پاڼۍ کې، د هېواد د کرېکټ لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې له ښه ځېلدو سره وتوانېدل چې، د ۳ ویکټو په زیان د سیالې لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف پوره او د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړي.
د اسیا ملتونو د ځوانانو جام سیالیو په نوم د کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ، د عمان په کوربتوب او د افغانستان د الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړه"