د افغان-جاپان روغتون ته د نري رنځ د ناروغانو په مراجعه کې زیاتوالی

د افغان-جاپان روغتون ته د نري رنځ د ناروغانو په مراجعه کې زیاتوالی

د نري رنځ دغه ناروغه پنځوس کاله عمر لري، چې له کاپیسا کابل ته را لېږدول شوې ده.

دا چې اوس د افغان-جاپان د ساري ناروغیو روغتون د توبرکلوز په برخه کې بستر شوې ده د خپلې ناروغۍ د نښو نښانو کیسه کوي.

سیدعلي لعلي، د دې روغتون د نري رنځ د څانګې مسوول، وویل: «د نري رنځ پېښې د تېرونو کلونو پرتله په زیاتېدو دي. بېلابېل لاملونه لري؛ یو یې دا دی چې د کرونا د خپرېدو پر مهال د نري رنځ پروګرام له ستونزو سره مخ شو. دا ناروغي ساري ده، خو د کرونا په څېر په ناڅاپي توګه نه خپرېږي.»

د افغان-جاپان د ساري ناروغیو روغتون د توبرکلوز څانګې مسؤل، وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په دغې ناروغۍ اخته شل زره کسان د درملنې لپاره دې روغتون ته ورغلي او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي

بي‌بي مریم د خپلې ناروغۍ نښې داسې بیانوي: «زه ټوخی لرلم، سر مې درد کاوه او تبه مې لرله.»

یوسف، د ناروغ ساتونکي، زیاته کړه: «زموږ غوښتنه له دولت دا ده چې دا ډول روغتونونه زموږ په ولایتونو کې هم جوړ کړي، ځکه زموږ لاره لرې ده. هغه ناروغ چې له نجراب څخه دلته راوړو، حالت یې په موټر کې لا خرابېږي.»

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې افغانستان کې د توبر کلوز۵۱ زره او ۳۰۰ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان-جاپان روغتون ته د نري رنځ د ناروغانو په مراجعه کې زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*