
د افغان کډوالو د را ویستلو او وچکالۍ له امله افغانستان کې د بحران خبرداری
د ناروې د کډوالو شورا ویلي، له ایران او پاکستانه په پراخه کچه د افغان کډوالو اېستنې، د وچکالۍ دوام او د هېواد په ختیځ او شمال کې سختو زلزلو، په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی.
د دغې شورا په وینا، دا مهال ۱۷.۴ میلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي او ډېرې کورنۍ ان لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
د ناروې د کډوالو شورا لیکلي: «دا مهال ۱۷.۴ میلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي، د سخت ژمي له نږدې کېدو سره، وضعیت هره ورځ لا بېړنی کېږي، د ناروې د کډوالو شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره خپلې مرستې زیاتې کړي، څو خلک له سخت وضیعت څخه را وګرځي.»
ورته مهال، طلوعنیوز په کابل ښار کې له څو بېوزلو کسانو سره خبرې کړي چې د په روان ژمي کې یې کورنی ژوند او اقتصادي وضعیت په څه حال دی؟
د کابل ښار په یوه څنډه کې د احمد نواب په نوم یو عمرخوړلی چې د نورو توکي تر بل ځایه رسوي وايي: «هوا سړه ده او موږ کافي سون توکي نه لرو، د سون توکو د اخیستو وس هم نه لرم، دا مهال بخاری نه لرو، اوبه په بوشکو کې ګرمو او بیا ورسره ویده کیږو.»
ماتېدونکی عاید، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او د کاري فرصتونو نشت د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکو د ژوند اساسي ننګونې دي.
د دوی له ډلې بل، محمد بلال دی، هغه وویل: «اوس خلک د غوړیو، وریجو او نورو خوراکي توکو د اخیستو وس نه لري او بیې په عمومي توګه لوړ دي.»
خو د اقتصاد وزارت بیا وايي، د خوړو له ناامنۍ سره د مبارزې لپاره، په بېلابېلو برخو کې هڅې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته وویل: «د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا، د سرچینو د مدیریت، اقتصادي زیربناوو د پراخولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو اوږدمهاله برنامې زموږ د کاري لومړیتوبونو په سر کې دي، ترڅو له زیانمنونکو قشرونو ملاتړ وشي او د فقر او خوړو د نهخوندیتوب د پراخېدو مخه ونیول شي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: «د سرچینو مدیریت، که طبیعي وي او که انساني، باید داسې وي چې د خلکو وړتیاوې او مهارتونه لوړ کړي.»
تر دې وړاندې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی و چې روان کال په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه کسان د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغان کډوالو د را ویستلو او وچکالۍ له امله افغانستان کې د بحران خبرداری"