په پاکستان کې د نیونو پر دوام د افغان کډوالو نیوکې

0
0

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هېواده د هغوی د اېستلو په تړاو د اندېښنو دوام.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې اسلام ‌اباد یو ځل بیا د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي دي. 

دوی له اسلامي امارت، د کډوالو له ملاتړو بنسټونو او د پاکستان له حکومته غواړي چې د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدام وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال، عزت الله بخشي په دې اړه وايي: «زه پخپله د هغو ښځو او ماشومانو د نیول کېدو شاهد یم چې د بارکه او اسلام‌آباد له سیمو کمپونو ته لېږدول شوي. کډوال په پاکستان کې له ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.»

یوه بله افغان کډواله، زرغونه دانش وايي:  «په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره سختې اندېښنې راپارولې دي. دې وضعیت ښځې او ماشومان له رواني ستونزو او خپګان سره مخ کړي دي.»

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له تورخم، سپین‌ بولدک، انګور اډې، ډند پټان او غلام خان بندرونو تر ۳۱ زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.  

د کډوالو د حقونو فعال، احسان ‌الله احمدزی په دې اړه وايي: «افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې تر ټولو لویه ستونزه یې د اسنادو په برخه کې ده. ځینې پاسپورټ نه لري، هغوی چې پاسپورټ لري، ویزه نه لري، او ځینې نور چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) سره ثبت دي، اسناد یې د پاکستان حکومت نه مني.»

 
په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي هم وایي هڅه کوي چې د کډوالو پر ستونزو غور وشي.

بل خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته پر شرایطو د برابرو افغان کډوالو د لېږد د بهیر په تړاو هیله مندي څرګنده کړې ده.

ښاغلي شکیب په دې اړه وویل: «زموږ هڅې روانې دي، څو د پاکستان له حکومت او چارواکو سره خبرې وکړو او د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروو. دا بهیر په بشپړ ډول نه دی درول شوی، خو کم شوی دی. سره له دې، لا هم په ځینو سیمو کې افغان کډوال نیول کېږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت ‌علي خان بیا ویلي: «موږ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر له لوري د یوه اجراییوي فرمان له لارې د کډوالو د منلو د پروګرام ځنډېدو ته پاملرنه کړې ده. هیله لرو، چې دا پروګرام بېرته پيل شي، څو پاتې افغان کډوال د امریکا د حکومت د ژمنو له مخې هلته مېشت شي.»

د کډوالو د حقونو فعال، نظر نظري په دې اړه وايي: «هغه کډوال چې په ګاونډیو هېوادونو کې د اروپا او امریکا ته د لېږد هیله لرله او د امریکا د ژمنو په تمه وو، د امریکا د ولسمشر د وروستي فرمان وروسته د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپورکې ویلي، چې  د ۲۰۲۳ د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴ د ډسمبر تر ۳۱مې شاوخوا ۸۰۶ زره افغانان پاکستانه تللي، چې له دې ډلې یې ۱۱۷ زره کسانو ته بنسټیزې مرستې برابرې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې د نیونو پر دوام د افغان کډوالو نیوکې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*