د افغان کډوالو د ایستلو چټکتیا؛ په کابل کې د راستنېدونکو اندېښنې او کړاوونه

Photo: Rutpathreep Nilpechr

د افغان کډوالو د ایستلو چټکتیا؛ په کابل کې د راستنېدونکو اندېښنې او کړاوونه

د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له زور اخیستو سره، په کابل کې د کډوالو پنډِغالی د اوښکو او اندېښنو پر صحنې بدل شوی دی.

هلته چې راستنېدونکي د اندېښمنو سترګو، د خاطرو ډکو بکسونو او ستړو ماشومانو سره، د یوه سرپناه او نامعلوم راتلونکي په تمه ولاړ دي.
 
احمد، هغه کس دی چې اته کاله یې په ایران کې د کډوالۍ سختۍ زغملې دي، اوس له اوښکو په ډکو سترګو او غریو نیولی غږ د خپل برخلیک ترخه کیسه کوي.

هغه وايي:«هغه شیدې خوړونکی ماشوم هم، چې لا شیدې خوري، والله چې له هغه هم پیسې اخلي. زموږ خور چې حامله وه او ماشوم‌ یې د ایران په پنډغالي کې وزېږېد، هېڅوک نه‌لري چې د هغې غم وخوري.»

له ایرانه را ایستل شوی ذبیح‌الله طلوع‌نیوز ته وویل:«زه له اسلامي امارت نه هیله لرم چې کډوالو ته د کار، ژوند او هستوګنې زمینه برابره کړي، څو لږ تر لږه یو سرپناه ولري.»

په دې ګڼه ګوڼه کې، هغه ماشومان لیدل کېږي چې نه یې پر خولې موسکا شته او نه په پښو کې سېک. دوی حیران حیران 
ګوري، داسې چې ګواکې د خپلې راتلونکې په تړاو پر هېڅ نه پوهېږي.

له هر نوي رارسېدلي موټر سره، د ناهیلو کسانو یوه بله ډله پرهغې خاوره پښه ږدي چې باید د دوی لپاره وطن وي؛ خو اوس یوازې یو بې‌ پناه منزل دی.

خو د کډوالو ننګونې یوازې یوه ځای ته په رسېدو سره پای ته نه رسېږي؛ زینب هغه ښځه ده چې اوښکې یې د بې پناهۍ کیسه کوي، دا وايي د لارې سختۍ، بې‌ برخلیکي او د ملاتړ نشتوالی یې لاهم پر وړاندې لویې ستونزې دي.

له ایرانه را ایستل شوې زینب د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«اوس مهال هېڅ ځای نه‌لرم چې ولاړه شم. که د پلار کور ته لاړه شم، هلته مې وروڼه، د هغوی مېرمنې او د ماما مېرمن اوسېږي، او موږ هلته ځایېدای نه‌شو . رښتیا حېرانه یم چې چېرته ولاړه شم. له اسلامي امارته هیله لرم چې ماته یوه سرپناه برابر کړي.»

خو د دغو کډوالو  وضعیت ته د رسېدو لپاره کوم بنسټیز او بیړني اقدامات باید وشي؟  

د کډوالو د حقونو د برخې فعال، نظر نظري وايي:«نړۍوال سازمانونه، هېوادونه او بشردوستانه ادارې باید خپلې مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي. دغه مرستې باید یوازې د بیړنیو حالتونو لپاره محدودې نه‌وي.»

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستل په داسې حال کې زیات شوي چې پرون د بښنې نړیوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان د کوربه هېوادونو له لوري د دغه بهیر د ژر تر ژره درېدو غوښتنه وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان کډوالو د ایستلو چټکتیا؛ په کابل کې د راستنېدونکو اندېښنې او کړاوونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*