
ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو بې برخلیکه او ستونزمن ژوند
افغان کډوال وايي، د جبري اېستلو بهیر کورنۍ له وېرې، بې برخلیکه حالت او د ژوند له ناورین سره مخ کړي دي.
افغان کډوال، عتیقالله منصور وايي: «د نیونې او جبري ایستلو وېره او اندېښنه د میاشتې په رسېدو سره د کډوالو تر منځ لا هم پر ځای ده. د افغان کډوالو غوښتنه له د پاکستان له حکومته دا ده چې د هغوی کارتونه لږ تر لږه د یو کال لپاره تمدید شي، تر څو وکولای شي خپلې معاملې په اسانۍ سره حل او فصل کړي.»
پاکستان کې مېشته یوه بله افغانه، شبانه هم وايي: «په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزه دا ده چې دا خپل معاملات او مسلې څنګه راټولې کړي او افغانستان ته ستانه شي. زه د افغانستان له اسلامي امارته دا هیله لرم چې خپل ټول امکانات دې په کار واچوي او افغان کډوالو سره دې مرسته وکړي.»
په اسلامآباد کې یو شمېر نور افغان کډوال چې د کډوالۍ کېسونه یا دوسیې لري، د ملګرو ملتونو او د کډوالو د ملاتړو بنسټونو پر بې پروایۍ نیوکه کوي.
نرګس، افغان کډواله چې په پاکستان کې مېشت ده، داسې وايي: «زموږ غوښتنه د امریکا له حکومت دا ده چې زموږ د قضیو د بیا څېړلو بهیر بېرته پيل او چټک کړي او د زدهکړې زمینه زموږ او زموږ د ماشومانو لپاره برابره کړي.»
نظر نظري هم چې د کډوالو د حقونو فعال، دی وايي: «ضروري ده چې د پناه غوښتونکو ملاتړي بنسټونه باید له کوربه هېوادونو د جبري ایستنو د فوري درولو غوښتنه وکړي، او د افغانستان، کوربه هېوادونو او نړيوالو بنسټونو تر منځ د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړي.»
بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال د اګست له لومړۍ تر ۱۵مې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۰۶زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې ۸۳.۷ سلنه یې له ایران او ۱۶.۳ سلنه نور یې له پاکستانه راغلي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې که څه هم په دې موده کې زرګونو کسانو په سرحدي سیمو کې روغتیايي خدمات ترلاسه کړي او لسګونه زره ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي، خو له دې هڅو سره سره، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي د بیړنیو خدمتونو او بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو بې برخلیکه او ستونزمن ژوند"