د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د چاپیریال ساتنې ادارې ۱۰کلن پلان

Loading

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په هېواد کې د اقلیم د بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د لس کلن پلان د تطبیق لپاره شل میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې د اقلیم د بدلون رییس زیاتوي، چې د دغه پلان ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې کار یې روان دی.

 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس، روح الله امین وايي: «د دغه سند کارونه تر ۹۵ سلنې بشپړ شوې دي او د اقلیم بدلون پر نړۍوال مالي میکانیزم مشروط دي.»

له دې سره همهمهاله، د چاپیریال ساتنې یو شمېر کارپوهان د دا ډول پروژو پلي کول د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوه، نجیب الله سدید وايي: «د راتلونکو پروژو په طرحه کې، په افغانستان کې د اقلیم بدلون د مستند کولو په لړ کې د دغه بدلون له امله پر چاپیر اغېزو برخه کې باید کار وشي.»

بل خوا، یو شمېر هیوادوال هم له هغو سازمانونو او هیوادونو چې د شین کوریزو ګازو د زیاتېدو لامل کیږي، غواړي  چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د کابل اوسیدونکی، محمد یونس په دې اړه وايي: «له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې د چاپیریال ساتنې په پروژو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. ځکه په ۳۴ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي او خلکو ډېر تلفات ورکړي او له مالي پلوه زیانمن دي.»

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی، علي نقي هم و ویل: «له دې امله چې افغانستان د اقلیم بدلون له ډېر ګواښ سره مخ دی. نو په دې برخه کې باید لا زیاته هڅه او پاملرنه و شي. ځکه د افغانستان د ګڼو خلکو اقتصاد پر طبیعت ولاړ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ یو له هغو شپږو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونونو له اړخه ډېر زیانمن دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د چاپیریال ساتنې ادارې ۱۰کلن پلان"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*