د غزني او بامیان سیمهییز مسوولین وايي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو له ځنډېډو سره هممهاله په دغو ولایتونو کې لسګونو روغتیایي مرکزونو خپل فعالیتونه درولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو ځنډولو فرمان تر لاسلیک وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې ځینو مرستندویه بنسټونو په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه محدود کړل.
د سیمهییزو مسوولینو په خبره تازه په غزني کې ۱۵ روغتیايي کلینیکونو، ۳ کوچنيو روغتیايي مرکزونو، ۱۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او ۲ بېړنیو روغتیايي خدمتونو مرکزونو او دغه راز په بامیان کې دوه روغتیايي مرکزونه خپل فعالیتونه درولي دي چې ډېری هغه یې په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کاوه.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، حمیدالله نثار
وايي:《٣٩ صحي مرکزونو فعالیت درولی دی چې له هغې جملې ١٥ کوچني کلینیکونه، درې سب سنټر، ١٧ موبایل ټیمونه، یو د معافیت په نامه باندې او دوه د بیړنیو روغتیایي مرستو کلینیکونه یعنې په ټوله کې په غزني کې ٣٩ کلینیکونو فعالیت درولی دی.》
د بامیان د والي ویاند، صبور سیغاني په دې اړه وايي:《د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته بد بختانه د بامیانو اوسېدونکي هم اغیزمن شول چې د دغه مرستو به بندېدو سره په بامیانو کې هم دوه دفترونو خپل فعالیت بند کړ.》
د غزني او بامیان ولایتونو ځیني اوسېدونکي له اړونده مسوولینو او مرستندویه بنسټونو ددغو روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو بیا پیل غوښتنې لري.
د غزني اوسېدونکی، دین محمد عطایي هم وايي: 《د روغتیا او زده کړو برخه کې باید بندیزونه لرې شي، باید په دغه برخه زموږ لپاره سهولتونه رامنځته شي او دغه برخې باید له سیاسي مسایلو لرې وي ځکه دا پر خلکو په مستقیم ډول منفي اغیزې لري.》
د بامیان اوسېدونکی، مهدي بیا وايي:《ډیر خلک زیان ویني، زموږ غوښتنه له امریکا او نړیوالې ټولنې داده چې دا روغتیايي مرکزونه پرانیزي.
ډیر زیات خلک اغیزمن کیږي، ډیرې اوږدې لارې دي، خلک د درملنې لپاره تر مرکز پورې نه رسیږي.》
خو سیمهییز مسوولین ددغو روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو بیا پیل په تړاو له هڅو خبر ورکوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار هم وايي:《د افغانستان اسلامي امارت په دې هڅه کې دی تر څو له یوې بلې لارې یا له خپلې بودیجې څخه ددغه ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي او د بندو شویو روغتیایي مرکزونو له ډلې د لسو کلنیکونو د فعالیدو په موخه د یوې بلې موسسې سره هوکړې ته رسیدلي یو.》
په غزني او بامیان ولایتونو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالیتونو درېدو سربېره تازه د ناروې کډوالو شورا (NRC) هم د امریکا مرستو اړوند خپلو پروژو چارو له ځنډولو څخه خبر ورکړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د امریکايي مرستو له ځنډېدو وروسته غزني او بامیان کې د روغتیايي مرکزونو تړل"