د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی

Loading

د افغانستان مرکزي بانک وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی. 
 
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د غوره پولي سیاستونو په پلي کېدو سره د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پرتله درې سلنه لوړ شوی دی.

حسیب الله نوري و ویل: « د افغانستان مرکزي بانک توانېدلی، چې تېرو شپږو میاشتو او تېر یوه کال کې د افغانستان ارزښتونه په ښه توګه خوندي کړي. زموږ معلومات ښیي، چې تېر یوه کال کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی او تېرو شپږو میاشتو کې درې سلنه لوړ شوی دی.»

د کابل د سرای شهزاده صرافانو ټولنه وايي، د بنسټیزو پروژو عملي کېدل، د سیاسي تعاملاتو پراختیا او افغانیو ته ډېره اړتیا؛ هغه څه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ د بیې پر لوړولو اغېز کړی دی.

د سرای شهزاده د صرافانو د ټولنې رییس، بهرام خان ځدراڼ و ویل: « سرای شهزاده او نورو ټولو بازارونو کې افغانیو ته ډېره اړتیا ده. په نړۍواله کچه، هغه افغانان چې بهر کې دي، خپلې پانګې یې افغانستان ته را ولېږدولې، ځایونه یې و پېرل او پانګونه یې وکړه. دغه مسلې د افغانیو پر ارزښت ډېر اغېز کړی دی.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو د هېواد پر اقتصادي ودې او پراختیا هم اغېز کړی دی. ډالرو

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا و ویل: « هر څومره چې افغانۍ ډېر ارزښت پیدا کوي، په هماغه کچه کولای شو توکي په بازار کې په کمه بیه وپېرو او دا کولای شي د توکو د بیو پر کمښت اغېز وکړي.» 

د افغانستان بانک شمېرې ښيي، چې د روان هجري لمریز کال په زمري میاشت کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال همدې میاشتې پرتله ۱۷ اعشاریه ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*