د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه‌کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، په افغانستان کې له وسله‌والو جګړو ملاتړ نه‌کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي چې، متحده ایالات نه غواړي بیا ځلې په افغانستان کې د وسله والې جګړې شاهد وي او افغانان هم په خپل هېواد کې جګړه نه‌غواړي.

د فاکس‌نیوز د راپور په یوه برخه کې راغلي:«دغه هېواد د تېرو ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې و، موږ په افغانستان کې بیا جګړه نه‌غواړو او موږ له افغانانو هم اورېدلي چې، دوی نور دغه هېواد کې جګړه نه‌غواړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په افغانستان کې د امریکا لخوا د وسله‌والې جګړې له نه ملاتړه هرکلی کوي او وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې بې‌ساری امنیت او ثبات راغلی دی.

حمدالله فطرت ټینګار کوي چې، په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین د سیمې او نړۍ په ګټه دی:«دا یو ښه دریځ دی چې، په افغانستان کې د وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه‌کوي، په افغانستان کې له کلونو جګړو او ناارامیو وروسته اوس بې‌ساری ثبات او امنیت راغلی چې، دغه امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی. ټول هېوادونه باید دې ټکي ته متوجه وي چې، په افغانستان کې د امنیت کمزوري کېدل او یا د ثبات له‌منځه تلل د هېچا په ګټه نه‌دی؛ بلکې دا د ټولو په زیان دی.»

د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنونکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دغو څرګندونو چې، نه‌غواړي په افغانستان کې د وسله‌والې جګړې ترڅنګ ودرېږي ملاتړ کوي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری په دې هکله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«امریکا غواړي چې، د ممکن سیاسي او استخباراتي تعامل له لارې په سیمه او افغانستان کې بیاځلې حضور پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«دا لازمه ده، ټول هېوادونه باید د دې په فکر کې وي چې، د نړۍ په کچه یو عمومي نظم رامنځته شي. او د درېیم ځل لپاره د نړۍ عمومي نظم له‌منځه ولاړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چې، په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره د تاوتریخوالي مبارزې ملاتړ نه‌کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه‌کوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*