د امریکا د خارجه وزارت کلنی رپوټ

د امریکا خارجه وزارت د گل/دوشنبې په ورځ [د مارچ ۲۰مه] د نړۍ په کچه د هر هېواد د بشري حقونو د حالاتو په باب کلني رپوټونه خپاره کړل چې په هغه کې د تېر ۲۰۲۲ کال په لړ کې د نړۍ د اکثرو ملکونو د بشري حقونو حالات ارزول شوي دي.

په دې ترڅ کې، د پاکستان په اړه هم یو رپوټ جاري کړی شوی چې په هغه کې د پاکستان د بشري حقونو حالت ناوړه ښودل شوی او په کې ویلی شوي چې د ډاډ وړ خبرونو ترمخه، په تېر کال کې د پاکستان په اړه د بشري حقونو غټې مسئلې مخې ته راغلې وې.

د امریکا د خارجه وزارت د رپوټ ترمخه، که څه هم پاکستان کې پ،ځ او استخباراتي ادارې د قانون ترمخه باید سېویلین چارواکو ته ذمه واره دي، مګر “هغو په آزاده توګه او بغیر د دې چې د سېویلین [چارواکو] نظر یا کنټرول ورباندې وي، خپل فعالیتونه یې کول.”

د امریکا د خارجه وزارت له خوا په جاري کړی شوي رپوټ کې راغلي چې پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو ګڼ شمېر واقعات مخې ته راغلي او دغه لاندې ډولونه په کې شامل دي:

“غیرقانوني وژنې، په شمول د ماورای عدالت وژنې چې د حکومت او یا اېجنټانو له خوا یې ترسره شوي؛ جبري لادرکۍ – د حکومت او یا د اېجنټانو له خوا یې؛ شکنجه او د ظالمانه، غیربشري، او د کرامت خلاف رویه یا سزاګانې – د حکومت او یا د اېجنټانو له خوا یې؛ د جېلونو سخت او ژوند ته خطر پېښوونکي شرایط؛ جبري ګرفتارۍ؛ سیاسي قیدیان؛ په نورو ملکونو کې د وګړو خلاف چقوونکي اقدامات؛ په اظهار رآی او رسنیو باندې سنجیده محدودیتونه؛ د انټرنټ په آزادۍ باندې محدودیتونه؛ په پرامنه مظاهرو او غونډې جوړولو باندې محدودیتونه؛ په مذهبي آزادیو باندې سخت محدودیتونه؛ حکومت کې سنجیده کرپشن؛ د جنسیت په بنیاد تشدد پېښو کې د تحقیقاتو او احتساب نشتون؛ د اقلیتونو سره د بد سلوک او تشدد په اړه جرایم،” او نورې د فکرمندۍ وړ بشري مسئلې.

د رپوټ ترمخه، د حکومت د کارونو احتساب موجود نه و، او د غلطو کارونو، په شمول د امنیتي ادارو د کرپشن او خلاف ورزیو بازخواست نه کېده. دا هم ویلی شوي چې نېب ادارې د حکومت په سیاسي مخالفینو مقدمې جوړولې، مګر د حکومت په بدلېدو به بېرته هغه مقدمې هم لغوه کېدلې.

د دې نه علاوه، د امریکا د خارجه وزارت رپوټ کې راغلي چې “د تندلاره تنظیمونو او نورو غیردولتي کسانو لخوا، که هغه ځایي او که بهرني و، تشدد، خلاف رفتاري، او ټولنیز او مذهبي عدم برداشت د لاقانونیت یو ثقافت راپیدا کړی و.”

د دې رپوټ ترمخه، پاکستان کې د ترهګرۍ په تشدد کې هم د ۲۰۲۱ کال په نسبت، په کال ۲۰۲۲ کې اضافه راغلې وه.

افغانستان

د امریکا خارجه وزارت پخپل کلني رپوټ کې چې په بېلابېلو ملکونو کې د بشري حقونو د حالاتو په اړه معلومات په کې شامل دي، د افغانستان ته هم کتنه کړې ده.

په رپوټ کې لیکلی شوي چې د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې، د یوناما د بشري حقونو څانګې په افغانستان کې یو سل او شپېته (۱۶۰) هدفي وژنې، یو سل او اته اویا (۱۷۸) جبري ګرفتارۍ او قید کول، او د پخوانیو امنیتي چارواکو د شکنجې او ځورونې شپږپنځوس (۵۶) واقعات درج کړي دي.

همدا ډول ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د جون نه واخله بیا تر ډسمبر میاشتې پورې، یوناما په افغانستان کې لږ ترلږه پنځه پنځوس (۵۵) هدفي وژنې او د سلو نه زیات جبري ګرفتارې او قید کولو پېښې ثبت کړې دي.

د امریکا د خارجه وزارت په کلني رپوټ کې، د آکلېډ (د مسلحانه شخړو د ځای او واقعاتو د ډېټا منصوبې) د معلوماتو ترمخه ویلي چې په تېر کال کې په افغانستان کې په عوامو باندې یوولس سوه و دري شپېته (۱۱۶۳) حملې شوي دي چې یو زر و اته (۱۰۰۸) کسان په کې مړه شوي او د اته سوه څلوېښت (۸۴۰) کسانو د وژل کېدو ذمه واري افغان حکومت ته وراوړي. ویل کیږي چې داعش-خراسان دېرش حملې کړي او پنځه اتیا کسان په کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې د نورو بشري خلاف ورزیو ترڅنګ، افغانستان کې د ښځو او جېنکو حالاتو ته هم کتنه شوې او ویل شوي چې د ښځو او جېنکو زیاتره بنیادي بشري حقونه تروړل شوي دي.

افغانستان کې د مطبوعاتو او اظهار رآی آزادي باندې سخت محدودیتونه هم په رپوټ کې یاد شوي دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*