د امریکا د کانګرس یوه غړي ټیم بورچټ په یوه لیک کې د دغه هېواد له منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه غوښتي چې، ژر تر ژره دې له افغانستان سره، مرستې ودرول شي.
د امریکا د استازو جرګې دغه غړي ټينګار کړی چې، له افغانستان سره باید مرستې دوام ونهکړي.
ټیم بورچټ زیاته کړې:«د بهرنیو مرستو د ضایع کېدو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړئ او د کانګرس د هڅو ملاتړ وکړئ او د امریکا د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړئ.»
بېوزلي او بېروزګاري په افغانستان کې نوې ستونزه نهده، بلکې د کلونو راهیسې هېوادوالو ورسره مخ دي.
د پلازمېنې یو اوسېدونکی عبداللطیف د خپل ستونزمن ژوند په اړه طلوعنیوز ته وویل:«په کور کې ۶ کسه یو، او ۳۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوم. یوازې زه د کور ګټیالی یم او عاید هم نشته. له اسلامي امارته زموږ هیله دا ده چې، له موږ سره مرسته وکړي. کله چې، موږ وکیل ته ورځو، زموږ نوم د مرستو په لېست کې نهنیسي.»
ورتهمهال، د اقتصاد وزارت هم د امریکا کانګرس د یوه غړي د څرګندونو په غبرګون کې له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتنه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«موږ تل ټینګار کړی چې، سیاسي مسایل دې له اقتصادي مسایلو جلا کړای شي او د افغانستان له خلکو سره دې مرستې دوام ولري. نړۍواله ټولنه مسوولیت لري چې، د افغانستان له خلکو سره مرسه وکړي او له هغوی ملاتړ وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر طلوعنیوز ته څرګندوي:«له اقتصادي پلوه بشري مرستې د هېواد بسټیزه حل لار نهده؛ خو دا چې، موږ یو اقتصادي ناورین تجربه کوو، خپلې اغېزې لرلای شي. نو کهچېرې مرستې کمې شي یا په بشپړه توګه بندې شي، پر افغانستان خپل منفي اغېزې لرلای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو درې کلونو کې امریکا له افغانستان سره شاوخوا درې مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د کانګرس یوه غړي پر افغانستان د مرستو د بندېدو غوښتنه کړې"