د امریکا کانګرس د افغان ښځو په تړاو غونډه جوړوي

Loading

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون تر راتلونکو درې ورځو د افغان ښځو په تړاو غونډه جوړوي.

دغه کمېسیون په یوې اعلامیه کې ویلي، په دې غونډه کې به د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د بشري حقونو د څار ادارې مرستیاله هېډر بار او یو شمېر نورې ښځې هم ګډون وکړي.

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون به اعلامیه کې راغلي:«د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د پاموړ خراب شوی دی. د ا.ا. لخوا د سختو محدودیتونو مخ په زیاتېدونکي نوملړ لکه د ښځو پر کارکولو بندیز او زده‌کړو ته د هغوی پر لاسرسي محدودیت، د افغانستان په عمومي ژوند کې د هغوی مشارکت په جدي توګه کم کړی او د ښځو په خصوصي ژوند یې کنټرول سخت کړی دی.»

یوه محصله مشهوده د نجونو د غوښتنې په هکله وايي:«د دغه ملت د ټولو نجونو غوښتنه دا ده چې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروزاې د نجونو پر مخ پرانیستل شي او د هلکانو په‎ څېر، درس ووايي، ځکه هېڅ ټولنه له ښځینه‌وو پرته پرمختګ نه‌شي کولای.»

له دې سره هم‌مهاله، د ښځو د حقونو ځينې فعالان او د سیاسي چارو شنونکي د دا ډول غونډو جوړېدل په هېواد کې د ښځو د وضعیت په ښه کېدو کې اغېزناک ګڼي.

د ښځو د حقونو فعاله مینه طلوع‌نیوز ته وايي:«هیله لرو چې، دغه غونډه وکړای شي اغېزمنه وي او پر افغان ښځو مثبته اغېزه ولري. لږ تر لږه زموږ تمه دا ده چې، ښوونځي پرانیستل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی هم څرګندوي:«امریکا او نورو هېوادونو ته د ښځو وضعیت په ټول کې د افغانستان وضعیت مهم نه‌دی. له دغو موردونو هغوی د خپلو ګټو پر بنسټ کار اخلي او خپلې موخې ترلاسه کوي.»

که څه هم اسلامي امارت د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د امریکا د کانګرس د غونډې په تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې، په هېواد کې د ښځو حقونه له اسلامي شریعت سره سم خوندي دي او په دې تړاو یې د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بللې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا کانګرس د افغان ښځو په تړاو غونډه جوړوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*