افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” وايي چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲(لیندۍ ۲۲) به د امنیت شورا غړي په یوه غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې دې غونډې ته به په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبیوا هم ددغه هیواد د وضعیت په هکله د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.
دمخه د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي و چې دغې پرانیستې غونډې ته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.
دغې شورا ویلي: “د ډسمبر په میاشت کې به د امنیت شورا د افغانستان په تړاو درې میاشتنی پرانیستې غونډه جوړه کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دعمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایووا؛ سفیر اندریس مونتالوو سوسا (اکوادور) پر افغانستان باندې د بندیزونو د کمیټې د رئیس په توګه؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)؛ او د مدني ټولنې یو استازی به توضیحات ورکړي.”
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې غوندې په پای کې به ګډونوال د افغانستان په تړاو د بندو دروازو شاته سلامشورې هم وکړي.
ددې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې امنیت شورا به پر افغانستان باندې د بندیزونو د ارزونې د ۱۹۸۸ کمیټې د واک د تمیدید په اړه هم پریکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې افغانستان لپاره د عمومي منشي ځانګړي استازي په هرو دریو میاشتو کې ددغه هیواد د وضعیت په اړه د امنیت شورا ته یو راپور وړاندې کوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر “یوناما” خپل وروستۍ راپور د سپټمبر ۱۸ (وږي ۲۸) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړی و.
د یوناما مشرې دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې په داسې حال کې چې نړۍ د ا.ا. له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د ا.ا. حکومت پرېکړې او په خاص ډول د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” د قانون انفاذ د “واقعي تعامل په اړه” منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي غورځول کېدای.
د میرمن اوتنبایوا د وینا له مخې دا پرېکړې د ا.ا. او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې ا.ا. د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي، شدیدې تګلارې خپلوي.
د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې ا.ا. د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې نه یوازې دا چې خپلې پالیسۍ نه دي نرمې کړې، بلکې د هغوی د حقونو د محدودولو لپاره یې ځینې نور اقدامات هم کړي دي.
ا.ا.تازه د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو په ګډون د ا.ا.د حکومت دا پریکړه په نړیواله کچه په سختو ټکو غندل شوی او د ا.ا.له حکومت غوښتل شوي چې پر دغې پریکړې دې بیا غور وکړي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د ا.ا.د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
خو د ا.ا.حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبتالله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.
ا.ا.د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ا.ا.نه یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو ته د اجازې د ورکولو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف قانون په نافذولو سره په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې او پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.
ا.ا.چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ًپه افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ څوکې هم تراوسه د ا.ا.حکومت ته نه ده سپارل شوې او دا څوکۍ لا هم د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شوي دپلومات له خوا اداره کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو د پنجشنبې په ورځ غونډه کوي"