پر ا.ا د بندیزونو څارونکې ډلې ماموریت غځولو لپاره د امنیت شورا رایه‌اچونه

منبع

پر ا.ا د بندیزونو څارونکې ډلې ماموریت غځولو لپاره د امنیت شورا رایه‌اچونه

د ملګرو ملتونو  امنیت شورا ویلي، روانه میلادي میاشت به د افغانستان د بندیزونو د څارونکې ډلې د ماموریت غځولو په اړه رایه‌اچونه وکړي.

 د څار دا ډله  د اسلامي امارت پر وړاندې د لګېدلو بندیزونو د څارنې په برخه کې مهم رول لري.

د امنیت شورا د راپور له مخې، د یادې کاري ډلې ماموریت د فبرورۍ په ۱۷مه پای ته رسېږي او په همدې ورځ به د شورا غړي د دغه ماموریت د غځولو د مسودې په اړه رایه‌اچونه وکړي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور یوه برخه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا تمه لري چې د فبرورۍ په میاشت کې د هغې پرېکړه‌لیک مسودې په اړه رایه‌اچونه وکړي چې د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځوي؛ هغه ډله چې د افغانستان د بندیزونو له کارګروپ، سره مرسته کوي. د دې کارګروپ ماموریت د فبرورۍ په ۱۷مه پای ته رسېږي.»

دا کاري ډله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تخنیکي او مسلکي بازو بلل کېږي چې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کار ډلې سره مرسته کوي او د بندیزونو د تطبیق او اغېز په اړه معلومات وړاندې کوي.

د افغانستان د بندیزونو د څار کاري ډلې اساسي دندې په دې ډول دي:

– د بندیزونو د عملي‌کېدو څارنه

– د امنیتي معلوماتو راټولول او شننه

– د ترهګرۍ د مالي تمویل د نويو لارو څېړنه

– امنیت شورا ته وړاندیزونه او مشورې ورکول

– د بندیزونو د نوملړ بیاکتنه

– له هېوادونو سره د بندیزونو د پلي‌کېدو په برخه کې مرسته

په همدې راپور کې راغلي چې متحده ایالاتو په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت مخه نیولې ده، له همدې امله ځینو هېوادونو د معافیت غوښتنې پر ځای یوازې د سفرونو په اړه دغه کار ګروپ ته خبر ورکړی.

ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکی، محمد اسلم دانش‌یار په دې اړه وايي: «امریکا د خپلو سیاسي موخو لپاره او د بېلابېلو سیاستونو د فرمایشونو د منلو له امله، بندیزونه لګوي او هڅه کوي چې خپل حضور دلته وساتي؛ خو موږ له متحده ایالاتو او د امنیت شورا څخه غواړو چې د تقابل د سیاست پر ځای د تعامل سیاست غوره کړي.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د اسلامي امارت پر چارواکو د لګېدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کارګروپ په یوه راپور کې د اسلامي امارت د ۶۱ لوړپوړو غړو نوملړ خپور کړی و، چې له ډلې یې ۳۵ تنه د کابینې غړي او لوړپوړي چارواکي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر ا.ا د بندیزونو څارونکې ډلې ماموریت غځولو لپاره د امنیت شورا رایه‌اچونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*