کابل او اسلام آباد د امنیت شورا په میز کې سره غږېږي

💬0
منبع

کابل او اسلام آباد د امنیت شورا په میز کې سره غږېږي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اونۍ کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

شورا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د وضعیت سربیره، د امنیت شورا غړي به د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي پوځي کړکیچونه هم وڅېړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مطبوعاتي اعلامیې یوه برخه: “د شورا غړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتیدونکي کړکیچونو تعقیب ته دوام ورکوي، هغه کړکیچونه چې په تیره اونۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادلې لامل شوي دي.”

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت په دې وروستیو کې د دې غونډې د ترسره کیدو په اړه تبصره نه ده کړې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مخکې له دې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په ملکي سیمو د پاکستان د بریدونو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د پوهنتون استاد نقیب الله نوري وویل: “موږ تمه لرو چې د امنیت شورا به د افغانستان او د هغه د امنیت په اړه د تکراري او غیر ضروري اندیښنو د راپورته کولو پرځای زموږ د هیواد په خاوره کې د پاکستان د تیري او ملکي وګړو د په نښه کولو مسله حل کړي. البته، که دا اداره په ریښتیا خپلواکه وي.”

د دې غونډې سربیره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دې میاشتې په ۱۷مه نیټه یوه بله غونډه وکړي، چې په افغانستان او د یوناما ماموریت تمرکز کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل او اسلام آباد د امنیت شورا په میز کې سره غږېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*