
د انټي بیوټیکو ډېر کارول؛ په افغانستان کې له جګړې وروسته بل ستر ګواښ
د امریکا ملي طبي لابراتوار په تازه راپور کې په افغانستان کې د ناروغانو له خوا د انټي بیوټیکو پر ډېرې کارونې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ستونزه هم د افغانستان د جګړې او اقتصادي ستونزو په څېر لوی خو نالیدونکی ګواښ دی.
روغتیا نړۍوال سازمان د انټي بیوټیکو ډېر استعمال د روانې پېړۍ د لسو لویو طبي ګواښونو په ډله کې یاد کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د خصوصي او دولتي طبي سکټورونو له خوا د انټي بیوټیکو سپارښتنه د نړۍوالې کچې پرتله ډېره لوړه ده او یوازې د کابل د طبي پوهنتون تر چتر لاندې روغتونونو کې څه باندې ۸۵ سلنې داخله ناروغانو ته دغه درمل په داسې حال کې ورکړ شوي چې د ناروغۍ تشخیص یې نه دی تایید شوی.
راپور دا هم موندلې چې د کابل د یوې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د ژمي پرتله په اوړي کې د انټي بیوټیکو کارونه ډېره وه او ډېر کارول شوي انټي بیوټیک سیفټراکسیون، میټرونیډازول او امیکسولین ښودل شوي دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د انټي بیوټیکو کارول له طبي مسالې ور اخوا په افغانستان کې یوه دودیزه مساله ګرځېدلې او ډېری افغانان انټي بیوټیکو ته د بدن پاکوونکو درملو په سترګه ګوري. په افغانستان کې د انټي بیوټیکو خپل سري کارونه لا هم عامه ده او دا درمل د غاښونو ناروغانو ته هم ورکول کیږي، په داسې حال کې چې هېڅ ګټه ورته نه کوي.»
په افغانسان کې د انټي بیوټیکو کارول په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله د زیانمنو شویو طبي زیربناو پورې هم تړلې موضوع ده چې د هېواد د طبي تشخیصي سکټور یې ور زیانمن کړی دی.
پر انټي بیوټیکو دودیز باور، د درملو ناباوري عرضه او په درملتونونو کې د غیرمسلکي اشخاص شتون د دې درملو د ډېرې کارونې سره مرسته کړې ده.
په راپور کې ګواښ شوی که په افغانستان کې د انټي بیوټیکو ډېرې کارونې مساله حل نه شي، د هېواد د کلونو طبي پرمختګ به بېرته شاته وغورځوي.
دغه نړۍوال لابراتوار په پای کې وایي، د افغانستان په لویو تدریسي روغتونونو کې د انټي بیوټیکو د کارونې د څار پروګرامونو پیاوړي کولو، په ولایتونو کې درملتونونو ته د جواز ورکول او هلته له نخسې پرته د انټي بیوټیکو نه ورکول او د داسې سیارو روغیتایي پلاټفورمونو جوړول چې کلیوال ډاکټران پرې د معیاري درملنې لارښوود ته لاسرسی ولري او د انټي بیوټیکو کارونې بڼې راپور کړي هغه لارې چارې دي له افغانستان سره د دغو درملو د ډېرې کارونې پر وړاندې مبارزه کې مرسته کولی شي.
لومړی نظر وکړئ on "د انټي بیوټیکو ډېر کارول؛ په افغانستان کې له جګړې وروسته بل ستر ګواښ"