ساینسپوهانو د مريخ ژورې برخې لاندې د اوبو د یوه پټ سمندر نښې موندلي

Photo: Javier Miranda

د نوې زلزله‌يي څېړنې پر بنسټ، ښايي د مريخ د سطحې لاندې د اوبو د یو پټ سمندر وي.

د «National Science Review» علمي ژورنال له لوري د اپرېل په ۲۵مه خپور شوي راپور لمخې، له مريخ ثبت شوې زلزله‌يي څپې ښيي چې ښايي د دې سیارې د ۵.۴ تر ۸ کیلومټرو ژوروالي کې د مایع اوبو یوه طبقه پټه پرته وي.

څېړونکو اټکل کړی چې د دغو پټو اوبو ټول حجم دومره دی چې که یې د مريخ پر سطحه پرتې وي نو د انترکتیکا د یخچالونو د مایع اوبو له اندازې سره برابر دی.

مريخ پخوا د اوبو یوه بډایه سیاره وه. څېړنې ښيي چې له ۴.۱ میلیاردو کلونو وړاندې د دې سیارې له جوړېدو تر شاوخوا ۳ میلیاردو کلونو پورې، مريخ ډېر لوند و او د درو شبکو، دلتایي جوړښتونو، او پرله‌پسې رسوبي ډبرو شتوالی د اوږدمهالې اوبه بهېدو ته اشاره کوي.

خو کله چې مريخ په تدریجي توګه یخ او وچ سیاره وګرځېده، دغه اوبه له منځه ولاړې. د اسټرالیا له ملي پوهنتونه، د څېړنې یو لیکوال، پروفیسور هرویه تکالچیچ ویلي چې مريخ په وخت سره خپل مقناطیسي میدان له لاسه ورکړاو لمرېزو وړانګو یې اټموسفیر کمزوری کړ.

د هغه په وینا د اټموسفیر د نازک کېدو له امله د سطحې تودوخه راټیټه شوه، اوبه فضا ته تبخیر شوې، یا یې د یخ په بڼه د سطحې لاندې یا قطبي سیمو کې ځان بند کړ، یا د مريخ د ځمکني قشر په معدني جوړښتونو کې جذب شوې.

د نوې زلزله‌يي څېړنې پر بنسټ، ښايي د مريخ د سطحې لاندې د اوبو یو پټ سمندر وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ساینسپوهانو د مريخ ژورې برخې لاندې د اوبو د یوه پټ سمندر نښې موندلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*