د ایراني پولیسو پر ناوړه چلن د افغان کډوالو نیوکې

ایران کې افغان کډوال وايي، د دغه هېواد پولیس د ناوړه چلن سربېره له دوی پیسې هم په زور اخلي.

دغه کډول له حکومته په کور دننه د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.

له ایرانه را ایستل شوی، مصطفی وایي: « د تېرې اوونۍ په شنبه ورځ یې نیولی وم نن دلته را ورسېدم، ډېر ظلم راباندې، و یې وهلو او داسې چلند یې راسره وکړ چې له حیواناتو سره یې هم څوک نه کوي، که اسلامي امارت دلته د کار زمینه برابره کړي نو موږ بدخته نه یو چې لاړ شو په ګاونډیو هېوادونو کې کار وکړو.»

له ایرانه را ایستل شوي، حمید و ویل: « ۵۰۰ افغانان یې دغه یوه پنډغالي کې اچولي، دوه  وخته ډوډۍ ورکوي، هغه هم لوبیا دي. موږ چې کله پولیسو ته په کارت کې پیسې و وهلې، دوه مړۍ وي، دستشوی یې بیخي خراب دي. موږ خپلې پیسې نغدې کارت کې ایراني ته و وهلي، چې ډله مو پوره شوه، ورته مو رسیدونه وښودل چې زموږ پیسې وایي، پیسې نشته، نورې نغدې راوړئ.»

په همدې حال د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې څه کم ۱۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه؛ هېواد ته راستانه او یا هم په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مالي آمر، محمد احسان وصال و ویل: « هره ورځ له ۲ زرو تر دوه نیم زرو کسان هېواد ته راستنیږي، تېرو دوو میاشتو کې له ۱۲۰زرو تر ۱۳۰ زرو کسان راستانه شوې دي. د دغو هېوادوالو سره په ابریشم پله کې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه مالي مرستې کوي.»

په دې اړه کندهار کې د ایران کونسلګرۍ پر نظر اخیستلو  بریالي نشو.

تر دې وړاندې هم افغان کډوالو په ځلونو د ایراني ځواکونو له ناوړه چلن شکایت کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایراني پولیسو پر ناوړه چلن د افغان کډوالو نیوکې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*