د ایران د برښنا ۶۰ سلنه کمښت د هرات اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي

Loading

د هرات د برښنا شرکت مسوولین وايي، له ایرانه د وارداتي برښنا مزي پرې کېدو وروسته د دغه ولایت ۶۰ سلنه اوسېدونکي برښنا نه لرې.

دوی وایي، له ترکمنستانه هم هرات ته وارداتي برښنا دېرش سلنه کمه شوې ده.

د هرات د برښنا ادارې رییس، خیر محمد معراج و ویل:« له ترکمنستانه ۶۰ میګاواټه برښنا لرو چې اوس مهال ۴۰ میګاواټه واردیږي ځکه هوا ګرمه ده او هغه هېواد کې هم ستونزې دي. له ایرانه مو له ۱۰۰ تر ۱۱۰ میګاواټه برښنا لرله او تړون لرو، خو اوس ۲۰ میګاواټو ته راښکته شوې ده، دغه ۲۰ میګاواټه هم کله په بشپړه توګه پرې کیږي.»

د هرات اوسېدونکي وايي په ګرمه هوا کې د برښنا نشتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له مسوولینو غواړي چې دغې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي. 

د هرات اوسېدونکي، عبدالظاهر احدي و ویل: « برښنا ځي او راځي، کارګر یم غرمه چې کور ته راشم برښنا نه وي. د برښنا د ستونزو له امله ډېر شکایتونه لرو.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي، وکیل احمد محمدي و ویل: « اوړی دی او هوا ګرمه ده، برښنا پرې کیږي، د خلکو ډېر برښنایي وسایل سوځي. هوا ډېره ګرمه ده، ان ماښام کې هم ګرمه وي. »

د ایران او ترکمنستان وارداتي برښنا سربېره سلما بند هم ۲۳ میګاواټه برښنا د هرات برښنا شبکې ته ورکوي خو د هوا ګرمېدو له امله د برښنا زیات مصرف ته پام دا برښنا ډېره لږه ده.

مدني فعال، سید اشرف سادات و ویل: « هرات یو له هغو ولایتونو دی چې له دوه هېوادونو برښنا ترلاسه کوي، خو د برښنا نشتون او کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره تل یوه ستونزه ده چې د دغې ستونزې د حل لپاره هیڅ سټراټیژیک فکر نه دی شوی.»

هرات کې هرکال د ګرمۍ موسم پرمهال د برښنا پرچاوۍ له امله د دغه ولایت اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ وي.

خو د هرات د برښنا مسوولین وايي، د برښنا یو سب سټیشن جوړولو او له ترکمنستانه د برښنا یو بل مزي غځولو سره به دغه ولایت کې د برښنا کمښت ستونزه حل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران د برښنا ۶۰ سلنه کمښت د هرات اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*