د ا.ا. له راتګ وروسته تر ‘۱۸۰زرو ډېر’ افغانان امریکا ته انتقال شوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې، چې په افغانستان کې ا.ا. د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل، واشننګټن له خطر سره مخامخ څه باندې ۱۸۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

خو د افغانانو د انتقال په پروسه کې د امریکا د حکومت سره د ۲۰۰ غیر دولتي موسسو مشر وايي، چې د افغانانو د تخلیې پروسه اوږده ده او زیات وخت نیسي.

اکثریت کسان چې د متحده ایالاتو په مرستې د افغانستان څخه وتلي، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال رچارډ ورما په وینا، مدني ټولنې مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشرانې او د دوۍ کورنۍ دي چې د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړي وو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروسې او امریکا کې د هغوي د مېشتېدو لپاره د زیاتو هڅو په اړتیا ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي چې واشنګټن به په افغانستان کې د خطر سره مخ افغانانو لپاره نور ډیر څه وکړي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، “هغو افغانانو لپاره چې امریکا ته پر لار دي، د هغوي لپاره هم ډېر څه کولو ته اړتېا ده.

بلینکن له کانګرس وغوښتل چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو ته د افغانانو لاسرسی زیات کړي او د افغانانو د انتقال په پروسه کې د همکارو ادارو څخه یي د زیاتو هڅو کولو غوښتنه هم وکړه.

امریکا ته د افغانانو د انتقال په پروسه کې د امریکا د حکومت سره همکارو د دوه سوه نا دولتي ادارو د ایتلاف مشر شان وان ډاییر وایې چې امریکا ته د افغان کډوالو د نتقال پروسې کې افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي وړاندې لدې چې امریکا ته د تخلیې په پروسه کې افغانان راورسیږي ، هغوي له سختې او اوږدې پروسې څخه تېرېږي.

له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان،‌ چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا. له راتګ وروسته تر ‘۱۸۰زرو ډېر’ افغانان امریکا ته انتقال شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*