د ا.ا. له واکمنېدو وروسته: یوې افغانې په لومړي ځل د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ

Loading

پر افغانستان د ا.ا. له بیا ځلې واکمنېدو وروسته لومړنۍ افغانې نجلۍ نورویژه احمدي د دریو نړۍوالو ازموینو (OET, PLAB1 او PLAB2 ) په بشپړولو سره د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

مېرمن احمدي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت له سقوط وروسته برېتانیا ته کډواله شوې وه او په خپل مسلک کې یې زده کړو او کار ته دوام ورکړ.

مېرمن احمدي وایي، چې اوسمهال د اکو او الټراسونډ په برخو کې تدریس کوي.

۳۰ کلنې نورویژه احمدي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې او لوړې زده کړې یې په هند او افغان سویس پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

مېرمن احمدي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې له ا.ا. وغوښتل، چې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه لرې کړي.

نوموړې وايي، «که ا.ا. دا دوه ګامونه پورته کړي دا به د افغانستان د پرمختګ او د ټولنې د نیمایي ځواک د ازادېدو لامل شي.»

احمدي له افغان نجونو هم وغوښتل، چې تسلیم نه شي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړې په داسې حال کې په برېتانیا کې د طبي شورا غړیتوب ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې ا.ا. له شپږم ټولګي پورته نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د ا.ا. هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو ا.ا. وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څو ورځې مخکې وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا. له واکمنېدو وروسته: یوې افغانې په لومړي ځل د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*