د باج اخیستلو کرغیړنه طرحه که اقتصادی تجربه

د باج اخیستلو کرغیړنه طرحه که اقتصادی تجربه

په تیرو وختونو کې، موږ د بغدادي غلو د باج اخیستني د پروګرام په هکله چی دوی یی د “اقتصادي تجربې” په نوم یادوی لیکلي وه.که مو په یاد وي، دا هغه سند و چې د بغدادي خلیفه د سرغنه غلو لخوا ددی ترهګرو د لیری پرتو ولایاتو ګوډاګیانو ته لارښوونه سوي وي چې له خلکو څخه مالیه او جزیه د ګواښ او زور په وسیله واخلي. د تاریخ شرم او هغه تور داغ چې داعش د اسلام په سپینه لمنه لګولی ، دا و چې دغو غلو ادعا کوله چې دا ظلمونه دوی د زکات(چي د اسلام له پنځو رکنونو څخه یو دی) لپاره کوی. دا سند چې په حقیقت کې د اسلام د دین د بدنامولو اوځپلو په موخه جوړ سوی دی. دا سند و بغدادي ګوډاګیانو ته د ملکي او مظلومو سوداګرو او بزګرانو چی د داعش د مالي حمایت څخه ډډه کوی د شکنجه کولو او شهید کولو سپارښتني کړی. دا د خوارجو یو بل جنایت دی چې د بې ګناه مسلمانانو په وژلو او د اسلام د اصولو په بدنامولو تمرکز کوي.

په دې وروستیو کې افشا سوی سند د هغه میتودونو په اړه نور توضیحات وړاندې کوي چې داعش د دې تش په نامه “اقتصادي تجربې” پلي کولو لپاره کاروي. دغه سند چې د ۱۴۳۹ کال دپنځمي میاشتې په ۳۰ نیټه د داعش د اقتصادی ادارې له خوا لیکل شوی او د یمن «والی» ته استول سوی، له شرمه ډک مسایل لری، د دغه نوی سند ځینې جزیات دلته لیکل کیږي:

  • دا سند د ګوډاګی بغدادیانو (داعش ترهګرو) ته لارښوونه کوي چې د مقصود ټول شخصي معلومات، د کور پته، د کار او شخصي ژوند توضیحاتو راټولولو وروسته د پیسو اخیستلو پروسه پیل کړي. او که چیري شخص د پیسو ورکولو څخه انکار وکړي. نو، دا طریقه او شخصي معلومات د مقصود فرد څخه د زوره او جبر په وسیله د پیسو اخیستلو پروسه آسانه کوي.
  • سند ښیي چې هدف لرونکي کس باید یوازې د زوړ نوکیا تلیفون له لارې اړیکه ونیسي، نه د سمارټ فون له لارې، ترڅو د دې سیمو امنیتي پرسونل ته د داعش د افرادو تعقیب ستونزمن کړي.
  • پیسې باید نغدي وي او په داسې ځای کې تحویل سي چیرې چې د امنیتي پرسونل د څارنې په اړه شک شتون ونلري.
  • پیسې باید د ډالرو په اسعارو کې وي او د پیسو د تحویل وخت او نیټه باید د تحویل به وخت کی ثبت سي.
  • هغه څوک چې پیسې ترلاسه کوي باید هغه کس نه وي چې د ټاکل سوي کس سره یې اړیکه نیولې وه. دوی باید یوازې په هغه حلت کی دهغه کس سره اړیکه ونیسي که چیرې هغه د پیسو ورکولو څخه انکار وکړي. که مقصود فرد د پیسو ورکولو څخه انکار وکړي یا امنیتي چارواکو سره په اړیکه کی سی، باید ووژل سي.

دا د یادونې وړ ده چې دا توضیحات په اشخاصو پورې اړه لري. خو که یوه ډله خلک له پیسو ورکولو څخه ډډه وکړي او په هغه سیمه کې د داعش عسکر موجود وي، هغه بازارونه باید وتړل سي او یا هم وسوځول سي.د داعش د دغو ظلمونو بېلګې په سومالیا او د سوریې په دیرالزور سیمه کې څو ځلی لیدل سوی. چیرته چې بازارونه او هټیوال د پیسو د نه ورکولو له امله د داعش لخوا سوځول سوي یا هم تړل سوي دي. پر دې سربېره په تېره میاشت کې د هغو سوداګرو پر کورونو د چاپو بېلګې راپور سوی چې داعش ته یې د پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د باج اخیستلو کرغیړنه طرحه که اقتصادی تجربه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*