د بحرین په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ۱۷کلنو فوټسال لوبډلې تاريخ جوړونه

د بحرین په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ۱۷کلنو فوټسال لوبډلې تاريخ جوړونه

د افغانستان د ۱۷کلنو فوټسال ملي لوبډلې په بحرين کې د ځوانانو د اسيايي لوبو په درېيم پړاو کې په حیرانوونکي ځلېدو سره تاريخ جوړ کړ او د  نيمه پايلوبې پړاو ته يې لار ومونده، چې د دې لوبډلې دغې بریا، د سپورټ د مينه‌والو او هېوادوالو د خوښۍ او هرکلي څپه راوپاروله.

په دغو سياليو کې د هېواد ځوانو فوټسال لوبغاړو په لومړۍ لوبه کې ازبېکستان ۱۰ د ۲ پر وړاندې پایلې سره له مخې لېرې کړ. په دويمه لوبه کې يې د کوربه هېواد بحرين لوبډله ۷ د صفر پر وړاندې پایلې سره ماته کړه او په درېيمه ګروپي لوبه کې يې تېره شپه چين ۴ پر ۱ پایلې سره په ګونډو کړ.

 د کابل اوسېدونکی عبدالمالک کوهستاني وايي: «پیاوړې لوبډلې یې ماتې کړې، موږ د نورو بریاوو هیله لرو او د لوبغاړو ترڅنګ ولاړ يو.»

د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو په درېیوو پرله‌پسې برياوو سره، نیمه پايلوبې ته لار ومونده او ټاکل شوې ده چې سبا د ټايلنډ لوبډلې پر وړاندې د دغو سياليو د سپینو ‌زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره لوبه وکړي.  

 د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډلې سر روزنکی بهروز جعفري وايي: «موږ یوه ورځ استراحت لرو، له دې یوې ورځې به پوره ګټه واخلو او د ټایلنډ پر وړاندې لوبې ته به چمتو شو. د ټایلنډ پر وړاندې زموږ ملاتړ وکړئ.»

پر دې سربېره، د ۱۷کلنو د فوټسال ملي لوبغاړي وايي چې د ټايلنډ پر وړاندې به هم، په بشپړې پیاړتیا سره ولوبېږي.

 د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلشمر وايي: «د خدای شکر دی چې د سياليو نيمه پايلوبې ته ورسېدو، لوبډله بشپړه چمتو ده او هڅه کوو مقام ترلاسه کړو.»
 
 د افغانستان د ۱۷کلنو فوټسال ملي لوبډلې غړی اميرحمزه قاسمي وايي: «ګرانو هېوادوالو، دعا وکړئ چې په راتلونکو لوبو کې بريا ترلاسه کړو او د دغو سياليو اتلولي وګټو.»

د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د اسیایي لوبو درېیم پړاو تېره اوونۍ د بحرین په پلازمېنه منامه کې پیل شو او افغان لوبغاړي پکې په اتو سپورټي څانګو کې د هېواد استازیتوب کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بحرین په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ۱۷کلنو فوټسال لوبډلې تاريخ جوړونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*