د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل مېشتو شکایت

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، کاروبار تر ډېره پر برېښنا پورې تړلی دی او اړتیا ده، چې برشنا شرکت په دوامداره توګه د برېښنا رسولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی، هدایت الله و ویل: «د ورځې چې موږ درې ساعته برېښنا ولرو دا ډېره ستونزمنه ده، ځکه ګرمي ډېره زیاته ده. برېښنا باید هره ورځ وي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، همایون وايي: «که نشي کولای چې ۲۴ ساعته برېښنا راکړي، لږ تر لږه اته یا ۱۲ ساعته برېښنا خو دې را پرېږدي، ځکه ډیرې ستونزې دي. د شپې ناوخته برېښنا راځي او هغه هم ډېره کمه.»

په ورته مهال د صنایعو او کانونو خونه وایي چې په هېواد په ځانګړې توګه د کابل صنعتي پارک کې ډیرې کارخونې هم د برېښنا له کمښت سره مخ شوي چې دې چارې پر کورنیو تولیداتو منفي اغیز کړی دی.

د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: «څومره چې پرچاوۍ زیاته وي، برېښنا مو کمیږي او په هماغه کچه مو تولید کمیږي. له مارکېټه مو کالي پاتې کیږي او د برېښنا د نشتوالي له امله زموږ د تولیدي توکو ځای وارداتي توکي نیسي.»

بل لور ته برېښنا شرکت وایي، په وروستیو ورځو کې د برېښنا د لګښت د زیاتوالي له امله پرچاوي هم زیاته شوې او هڅه کیږي چې دا ستونزه حل شي.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي وايي: «په استوګنیزو سیمو کې موږ لس ساعته پرچاوۍ لرو، ۱۴ ساعتونه برېښنا وي او لس ساعته پرچاوي وي او د پرچاوۍ د زیاتېدو لامل، د هوا تودوخه ده. د عرضې پر وړاندې تقاضا زیاته شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ارغندي سب سټیشن د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې پاتې چارې پیل شوې چې تر راتلونکو دوو کلونو به د دغې پروژې له بشپړېدو سره له ترکمنستان څخه هېواد ته شاوخوا زر میګاواټه برېښنا را وارده شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل مېشتو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*