
د برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د پنځو پروژو تړونونه
د عزیزي ګروپ او برېښنا شرکت ترمنځ د لمریزې او سکرو له سرچینو څخه د برېښنا د پنځو تولیدي پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.
د برېښنا شرکت رییس دغه پروژې د هېواد د برېښنا د تولید ظرفیت لوړولولپاره مهم ګام وباله او ویې ویل چې د دې پروژو ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه ته رسېږي، چې په ټولیز ډول پرې ۴۶۳ میلیونه ډالره لګښت راځي.
د عبدالحق همکار په وینا، د دې پروژو په عملي کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د برېښنا شرکت رییس په دې اړه وویل:« د دغو پروژو ټول ظرفیت ۸۴۵ میګاواټه دی، چې له ګاونډیو واردېدونکې برېښنا سره برابر دی.»
په نغلو کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژه، د پروان په باریکآب کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې له سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید او په تخار کې له سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا تولید هغه پروژې دي، چې نن یې د عملي چارو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزیرانو له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا تولید د صنعت او اقتصاد د پراختیا لپاره اساسي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ځانبسیاینې لپاره له پانګهوالو ملاتړ کوي.
د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي:«موږ نورو پانګهوالو ته هم بلنه ورکوو چې راشي او د تیلو او ګازو د کانونو په کشف او استخراج کې پانګونه وکړي. موږ داسې غني سیمې لرو چې که کار پرې وشي، کولای شي د هېواد اړتیاوې په منظم ډول پوره کړي.»
د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده بیا زیاته کړه: «دا وزارت یوازې د یوې ځانګړې څېرې لپاره نه، بلکې د ټولو پانګهوالو او سوداګرو سره د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره همکاري کوي.»
له بلې خوا، د عزیزی ګروپ عمومي رییس د دې تړون لاسلیک د هېواد د انرژۍ د خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
هغه وویل چې شپږ میاشتې مخکې یې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک کړی و او اوس د نویو پروژو په عملي پیل سره په دې لاره کې عملي ګامونه اخیستل کېږي:« ډېر ژر، په دوه یا درې میاشتو کې به نورې طرحې هم ولرو له دوو، تر دې زرو میګاواټه برښنا د تولید قرارداد به هم لاسلیک کړو، چې د کال پای پورې به موږ ټاکل شوی هدف ترلاسه کړو، یعنې له شپږ تر اوو زرو میګاواټه برښنا تولید ته ورسیږو»
د دغه شرکت د مسوولینو په وینا، د سکرو د دوو برېښناکوټونو لپاره اړین تجهیزات اخیستل شوي او د نورو پروژو د پیل لپاره هم هڅې روانې دي.
عزیزی همدارنګه د ټاپي پروژې په چوکاټ کې د درې زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره د دغه شرکت د لېوالتیا خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې که لازم شرایط برابر شي، د تولید چارې یې ژر پیل کړي.
منبع
لومړی نظر وکړئ on "د برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د پنځو پروژو تړونونه"