بینټ راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

ریچارد بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته دا راپور په داسې حال کې ترتیب کړی چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د هغه په سفر بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د افغانستان لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ترکیه او قطر کې د یو شمیرافغان میرمنو په ګډون د دپلوماتانو او پوهانو سره د خبرو او سلامشورو وروسته ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷ نوبتي غونډې دوېیمې ناستې ته خپل راپور وړاندې کړي.

ریچارد بنیټ د جمعې په ورځ سپټمبرشپږم (وږي ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دې به د دوشنبې په مازیګر مهال د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

هغه لیکلي: “په انقره، استانبول او دوحه کې مې د یو زیات شمیر افغان میرمنو، او نارینو، دپلوماتانو او علمي شخصیتونو او نورو سره خپل ډیر ګټور ملاقاتونه پای ته ورسول. اوس د راکړل شوي اختیار له مخې د دوشنبې په ورځ څلور بجې د (افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې) به د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړم”.

ریچارد بنیټ دا راپور په داسې حال کې ترتیب کړی چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د هغه په سفر بندیز لګولی دی.

ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست ۲۰ (زمري ۳۰) د جرمني د دوېچویله رسنۍ سره په مرکه کې د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ بللی وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي: “هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست”. ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو څخه هم لیدنه کړې ده.

پخپله ریچارد بنیټ د طالبانو له خوا افغانستان ته د هغه په سفر باندې د بندیز په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه د مستندو راپورونو ترتیبولو ته دوام ورکړي.

بنیټ ویلي دي چې له طالبانو سره په تعامل کې “شفاف” و او د “وظیفوي د مسئولیت په توګه یې” په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې به “د بشري حقونو څخه د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه مستند جوړونه جارې وساتي او په دې برخه کې به د پرمختګونو ننګه” کوي.

بنیټ زیاته کړه ده: “د افغانستان خلکو ته ژمن یم او د یو باثباته، ټولشموله او پرمختللي‌ افغانستان، چې له ځان او له ګاونډیانو سره په سوله کې وي، ملاتړ کوم.”

ریچارد بنيټ د را روانې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل راپور په داسې حال کې وړاندې کوي، چې په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو باندې نور محدودیتونه هم لګولي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ژوره اندیښنه ښودلې چې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون نافذیدل به په افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او مذهبي اقلیتونو او نورو زیانمنوونکو ډلو حقونه لا محدود کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي “یوناما” مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون “د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو (محتسبینو) ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي.”

د امر بالمعروف د ۳۵ مادو د قانون له مخې، چې د جولای په ۳۱مه د طالبانو د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شو، ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبانو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په عاجل ډول ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو حکومت ددغه قانون د پلي کیدو څخه ملاتړ کړی او ددغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د طالبانو سره کرښه ده..

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بینټ راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*