د بشري حقونو څار اداره: د ا.ا. له‌خوا افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز د تمې خلاف نه و

د بشري حقونو څار ادارې د ا.ا. هغه پرېکړه چې افغانستان ته یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر تګ بندیز لګولی، شرموونکې بللې.

د اسیا څانګې د بشري حقوقو د څار مشرې اېلین پییرسون وویل، چې د ا.ا. له‌خوا بشري حقونو ته د بشپړې بې پامۍ له امله افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ د سفر بندیز له تمې خلاف نه و.
اغلې پیرسون د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي پر سفر د ا.ا. بندیز باید د نړۍوالې ټولنې اراده پیاوړې کړي چې په افغانستـان کې د بشري حقونو سرغړونې په خلاص مټ مستندې کړي.
په دې وروستیو کې د ا.ا. ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته نوره اجازه نه شته چې افغانستان ته سفر وکړي.
ذبیح الله مجاهد ریچارډ بېنېټ د ا.ا. د حکومت پر ضد په “پروپاګند” تورن کړ او ویې ویل، چې نړۍوالو بنسټونو ته یې د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ا.ا. د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې افغانستان ته یې پر سفر بندیز ولګاوه، وویل، چې هغه به په افغانستـان کې “د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو” ته دوام ورکوي.
ښاغلي بېنېټ په یوه بیان کې د ا.ا. دغه ګام ته د « شاته تګ ګام» نوم ورکړی او هغه یې د اندېښنې وړ بللی دی.

ذبیح الله مجاهد ریچارډ بېنېټ د ا.ا. د حکومت پر ضد په “پروپاګند” تورن کړ او ویې ویل، چې نړۍوالو بنسټونو ته یې د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ا.ا. د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې افغانستان ته یې پر سفر بندیز ولګاوه، وویل، چې هغه به په افغانستان کې “د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو” ته دوام ورکوي.
ښاغلي بېنېټ په یوه بیان کې د ا.ا. دغه ګام ته د « شاته تګ ګام» نوم ورکړی او هغه یې د اندېښنې وړ بللی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بشري حقونو څار اداره: د ا.ا. له‌خوا افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز د تمې خلاف نه و"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*