د بلخ اوسېدونکي د حضرت علي د روضې د ساتنې غوښتنه کوي

 د بلخ اوسېدونکي او سیلانیان وايي ددې تاریخي آبدې ځینې باندنۍ برخې نړېدلي دي او که بیا ونه رغول شي د نړېدو احتمال یې ډېر دی.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او سیلانیان له مسوولینو غواړي چې حضرت علي رضي الله تعاله عنه ته منسبوب مزار ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې حضرت علي رضی الله تعاله عنه ته منسوب مزار چې د مزارشریف ښار زړه کې موقعیت لري د هېواد یو له تاریخي ځایونو دی چې د معلوماتو پر بنسټ ددغه مزار دا ودانۍ په نهمې سپوږمیزې پېړۍ کې د هرات د تیموریانو دورې د سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې  ده.

په کلني ډول سلګونه تنه هېوادوال او بهرني سیلانیان له دغه تاریخي ځای لیدنه کوي.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او سیلانیان وايي ددې تاریخي آبدې ځینې باندنۍ برخې نړېدلي دي او که بیا ونه رغول شي د نړېدو احتمال یې ډېر دی.

سیلاني، نجیب الله و ویل: «دغه ځای د لمنځه تګ له ګواښ سره مخ دی. ځينې ځایونه یې مات شوي او را غورځيدلي دي. دا یو کلتوري میراث او د افغانانو هویت دی.»

یو بل سیلاني، زینت الله هم و ویل: «روضه مبارکه د مزار شریف یوه له لرغونو او ښکلو ځایونو ده. د ډيری ولایتونو اوسېدونکي او ان سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته راځي، خو ځينې ځایونه یې ویجاړ شوي او پام ورته نه کیږي.»

یو شمېر دغه سیلانیان حضرت علي رضی الله تعاله عنه ته دا منسوب مزار یوه تاریخي آبده ګڼي او له مسوولینو ددغه تاریخي ځای د بیارغونې غوښتنه کوي.

یو بل سیلاني، حشمت الله وايي: «روضه مبارکه باید بیا ورغول شي څو په راتلونکو کلونو کې ویجاړه نه شي. موږ اندېښمن یو که دغه ځای ته پام و نه شي د وخت په تېرېدو به لا ویجاړ شي.»

خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست مسوولین وايي دا موضوع له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې ده.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر، ذبیح الله اریایي وايي: «د دغې تاریخي ودانۍ د مرمت کارونه مخکې د ملي پراختیا شرکت له لوري مخ ته وړل کېدې چې اوس درېدلې دي. موږ دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره شریکه کړې ده. هیله من یو چې د دغې تاریخي ودانۍ د ساتنې او مرمت لپاره لازم اقدامات و شي.»

بلخ د افغانستان شمال کې د تاریخ په اوږدو کې د هېواد مهم ولایت ګڼل کېږي او حضرت علي رضی الله تعاله عنه ته د منسوب مزار ترڅنګ سلګونه تاریخي آبدې او نورو زیارتونه هم په دغه ولایت کې شته چې په نړیواله کچه شهرت لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بلخ اوسېدونکي د حضرت علي د روضې د ساتنې غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*