د بیان ازادۍ تازه شمېرې؛ تېره یوه لسیزه کې د رسنیو تر ټولو بد وضعیت

Photo: Benyamin Bohlouli

د بې پولې خبریالانو بنسټ ۲۰۲۵ کال کې د بیان ازادۍ د وضعیت په تړاو خپل راپور کې ویلي، دغه کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او له ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ دي. 

دغه بنسټ ویلي، تېرو لسو کلونو کې سږ کال په لومړي ځل د بیان ازادۍ وضعیت اندېښمنونکی ښودل شوی او نړۍ په “رسمي توګه په ستونزو” کې ده.

راپور کې راغلي چې د امریکا، ارجنټاین او تانزانیا په ګډون د نړۍ په ډېری هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او د افغانستان ایران، میانمار، سوډان او اذربایجان په ګډون ۳۴ هېوادونو کې د مالي سرچینو نشتون ګڼۍ رسنۍ بندېدو او خبریالان یې د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي. 

د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي، امریکا د تازه شمېرو لمخې، په نړۍ کې د بیان ازادۍ د دغه شاخص ۵۷م ځای خپل کړی او د ډانلډ ټرمپ له بیاځلي واکمنۍ وروسته رسنیو لپاره د امریکا د نړۍوالې ادارې او د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې د مرستو ځنډېدو پر نړۍوال ژورنالیزم بد اغېز کړی دی. 

د راپور لمخې، د روسیې، چین او هنګري په ګډون ډېری هېوادونو کې رسنۍ د دولت له لوري کنټرولیږي. 

دې سازمان زیاته کړې چې د اسټرالیا، فرانسې، کاناډا او چک په ګډون ځینو هېوادونو کې د دولتونو او مالدارو اشخاصو له لوري د رسنیو پر ولکې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یي دي چې د بیان ازادۍ او د بېلابېلو نظرونو د خپرولو مخه نیسي.

ایران او سوریه هم د روان زېږیز کال د بیان ازادۍ د دې شاخص په نږدې وروستیو هېوادونو کې راغلي دي.

د ۹۲ هېوادونو خبریالانو بیا ویلي، د رسنیو خاوندان دا پرېکړه کوي چې کوم خبر باید خپور او کوم خپور نشي.

راپور کې راغلي: «په شاخص کې د ارزول شوو ۱۸۰ هیوادونو د ۹۲ هېوادونو ډېری ځواب ورکوونکو ویلي چې د رسنیو خاوندان تل یا ډېری وخت د خپلو رسنیو تحریري خپلواکي محدودوي.»

د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي، افغانستان د بیان ازادۍ د ارزونې شاخص له ۱۸۰ هېوادونو ۱۷۵م ځای خپل کړی او دغه هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ګڼې رسنۍ تړلې شوې دي. 

د بیان ازادۍ په دې شاخص کې بیا امریکا ۵۷م، روسیې ۱۷۱م، هند ۱۵۱م، متحده عربي اماراتو ۱۶۴م، فرانسې ۲۵م، کاناډا ۲۱م او اسټرالیا ۲۹م ځای خپل کړی دی. 

په دې راپور کې غزه کې د اسراییلي ځواکونو جګړې ته په اشارې زیاته شوې چې اسراییل د رسنیو دفترونه ویجاړوي او د جګړې له پیله تر دې دمه یې شاوخوا ۲۰۰ خبریالان وژلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بیان ازادۍ تازه شمېرې؛ تېره یوه لسیزه کې د رسنیو تر ټولو بد وضعیت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*