د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي ورځ؛ ملګري ملتونه: هیله ده د افغانانو کړاونه به پای ته ورسیږي

افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” د ترهګرۍ د قربانیانو دیاد او درناوي د نړیوالې ورځې د رسیدلو په مناسبت په یوه اعلامیه کې په دغه هیواد کې د څو لسیزو جګړو د قربانیانو یادونه کړې اوهیله یې ښودلې چې په بشپړ ډول د بشري حقونو په تامینولو سره به د افغانانو دا کړاړونه پای ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د “یوناما” مشرې روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۱) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ملګري ملتونه دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره چې د څو لسیزو جګړو په اوږدو کې یې خپل ژوند یا عزیزان له لاسه ورکړي په ځانګړي درناوي سره نمانځي.

میرمن اوتنبایوا ویلي: “موږ دا نیټې د ټولو افغانانو لپاره چې د څو لسیزو جګړو په اوږدو کې یې خپل ژوند یا عزیزان له لاسه ورکړي، په ځانګړي درناوي سره نمانځو، په دې هیله چې دا کړاو د دوی د بشري حقونو په بشپړ تامین سره پای ته ورسیږي.”

همداشان میرمن اوتنبایوا زیاته کړې: “د دې نړیوالو ورځو د لمانځلو له لارې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د خبرو اترو او د سولې د هڅو د ګړندیتوب لپاره روښانه غوښتنه کوي، او د سوله ایزو او ازادو ټولنو د یوې مهمې برخې په توګه د ترهګرۍ د قربانیانو د شاملولو ارزښت په ګوته کوي.”

په افغانستان کې په تیرو شاوخوا څلورنیمو لسیزو کې د بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د تیریو او په کور دننه جګړو له امله په لسګونو زره افغانان وژل شوي او په زرګونو نور د وخت د رژیمونو او په جګړه کې د ښکیلو ډلو له خوا په جبري توګه تري تم شوي دي.

د یوناما مشرې په دغه اعلامیه کې ویلي: “عمومي اسامبله دا هم په ګوته کوي چې دا د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو له لومړنیو مکلفیتونو څخه دي چې د مذهبي لږکیو د بشري حقونو په ګډون، د ټولو وګړو د بشري حقونو ساتنه وکړي او ورته وده ورکړي. دا هغه پیغام دی چې موږ یې د حاکمو چارواکو په ګډون، په ټول افغانستان کې رسولو ته دوام ورکوو.”

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپل A/RES/72/165 (2017) شمیرې پریکړه لیک کې د اګست۲۱ د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله ترڅو د ترهګرۍ د قربانیانو د ملاتړ د اهمیت په اړه پوهاوی لوړکړي.

د دې ډول تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو د یاد لپاره د یوې دقیقې چوپتیا مراعات کړي، له ترهګریزو کړنو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو ملاتړ وکړي او همدارنګه د دوی د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو خوندیتوب وساتي او ورته وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د A/RES/۷۳/۲۹۶ (۲۰۱۹) پریکړه لیک له مخې، د اګست۲۲ د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالی د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په توګهونوموله. له دې لارې د مذهبي ټولنو او مذهبي لږکیو اړوند کسانو په ګډون د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالی د قربانیانو د ملاتړاهمیت په ګوته کیږي.

یوناما ته د امنیت شورا د ۲۶۲۶ (۲۰۲۲) پریکړه لیک له مخې ماموریت ورکړل شوی چې د ۲۶۷۸ (۲۰۲۳) پریکړه لیک او ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پریکړه لیک له مخې یې ماموریت تمدید شوی دی.

دغه ماموریت یوناما ته دنده سپاري چې د بشردوستانه اصولو، بشري حقونو، د ښځو او نجونو د برابرۍ، ټول شموله حکومتولۍ، انعطاف او اقتصادي ثبات سره سم د بشردوستانه مرستو ملاتړ وکړي او ورته وده ورکړي او همدارنګه د افغانستان د سولې او ثبات په موخه له ټولو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ښکیلو اړخونو سره رغنده ښکیلتیا ولري.

د ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د پخواني جمهوري رژیم له خوا جګړو د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره د انتقالي عدالت په نوم یو پروګرام پیل شوی وو. د انتقالي عدالت په دغه پروګرام کې د جنګي مجرمانو د محاکمې پر ځای د قربانیانو لاس نیوي باندې ټینګار کیده. خو دا پروګرام د ځینو دلایلو له امله عملي نشو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي ورځ؛ ملګري ملتونه: هیله ده د افغانانو کړاونه به پای ته ورسیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*