د ترکمنستان استازې: افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه کوو

د ترکمنستان استازې د ملګرو ملتونو سازمان او سیمه‌ییزو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې، عشق‌اباد له دغو سازمانونو سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه غونډه د جمعې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان، د ټولیز امنیت د تړون سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو او سیمه‌ییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ترکمنستان استازې ویلي:«موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له سیمه‌ییزو سازمانونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو. زموږ دریځ دا دی چې، د افغانانو د بشري ناورین او د افراطیت د له‌منځه وړلو لپاره له واکمنو چارواکو سره کار وکړو. د بېخ بنایي پروژو پلي کېدل په افغانستان کې سولې او ټيکاو ته د رسېدو کلي ده.»

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الیزابیت سپیهر هم په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو لپاره په لا زیاتې همغږې سره پر نړۍوال مشارکت ټينګار کوي.

هغه ویلي:«موږ دغه‌راز پر افغانستان او سیمه‌ییز ثبات د پرمختګونو په اغېزو تمرکز کوو او د لا پرمختللي، لا همغږي او پلان شوي نړۍوال مشارکت د فرصتونو په لټه کې یو.»

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشِ ژانګ مینګ هم څرګنده کړې:«د روان کال په فبرورۍ کې مې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د سرمنشي په مشرۍ د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون وکړ او په افغانستان کې مې د سولې او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍوالو هڅو په تړاو د شانګهای د همکارۍ سازمان ملاتړ څرګند کړ.»

خو د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي افغانستان په منځنۍ اسيا کې د بې ثباتۍ سرچينه بولي او ادعا کوي چې، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو ګواښونو نوې بڼه خپله کړې ده.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماگبیتوف زیاتوي:«په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ تر ټولو مهمه سرچینه افغانستان دی. په دغه هېواد کې له مثبتو پرمختګونو سره سره، د ترهګرۍ، افراطي اېډیالوژیو او نشه‌یي توکو د خپرېدو ګواښ نه یوازې کم شوی نه‌دی؛ بلکې نوې بڼه یې خپله کړې ده.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرگئي ورشینین ویلي:«د شانګهای د همکاریو سازمان یو بل ثابت لومړیتوب له سخت دريځې ترهګرۍ، د مخدره توکو له قاچاق او سازمان شویو جرمونو، په ځانګړې توګه له افغانستانه د راولاړېدونکو ګواښونو پر وړاندې مبارزه ده.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ترهګریزو ګواښونه پېښېدل رد کړي او د افغانستان په چارو کې یې د سیمه‌ییزو سازمانونو پر اغېزناک رول ټینګار کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترکمنستان استازې: افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه کوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*