د ترکیې هاتای کې “وړوکی افغانستان”

ترکیه کې زلزله

۲۰ کب ۱۴۰۱ – ۱۱ مارچ ۲۰۲۳

د ترکیې شمال ختیځ هاتای ولایت په اواکنټ یو کلی د افغان کلتور، ‌جامو، خوړو، دین او راټولېدنې پر یوه مرکز بدل شوی دی.

له تبا کوونکې زلزلې وروسته دا ورته والی نور هم څرګند دی، ځکه چې دا کلی د جګړې د ډګر په توګه ښکاري. دې کلي ډېر تاوان لیدلی،‌ کلینیک یې له کاله لوېدلی، مرکزي جومات ته یې ډېر زیان اوښتی خو بیا هم خلک توانېدلي چې د کلي څلورلاره کې د جمعې لمونځ وکړي.

زموږ همکارې محجوبه نوروزي د زلزلې تباهۍ له نژدې لیدلې او د خبریال د سترګو لیدلي حال کې یې یو انځور وړاندې کړی دی.

له زلزلې لږ وروسته زه دې کلي کې وم، دا کلی چې د سوریې پر پوله پروت دی، هرې خوا پکې خځلې، دوړې، چټلي او لوګی لیدل کېږي.

سپین روبي افغانان پخپلو دودیزو جامو لیدل کېږي چې پخپلو کې په ازبکي یا ترکمنۍ خبرې کوي او مېرمنې چې روښانه رنګینه جامې یې په تن دي، له نویو درول شویو خېمو سره خواړه تیاروي.

زلموټي بیا له کنګل نه ښکته دې یخنۍ کې په اور لاسونه ګرموي.

موږ لومړی کلي کې د راغونډېدو سالون ته ولاړو، هلته د جنازې لپاره چمتووالی نیول کېده. د کلي یوه چارواکي ډاکتر امام الدین اوچقون راته وویل، اتیا لویان او پنځه اتیا کوچنیان دلته په زلزله کې وژل شوي او ګڼ نور لا تر نړېدلو ودانیو لاندې دي.

دا کلی د وړوکي افغانستان په نوم یادېږي. په ۱۹۸۲ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د نیواک پرمهال شاوخوا ۲۰۰ افغان ازبکان او ترکمنان پاکستان کې د کډوالو له کمپونو دلته لېږدل شوي وو.

ښاغلی اوچقون وايي، له هغې وروسته د دوی زرګونو دوستانو او خپلوانو د دوی پر پل ګام کېښود او دې کلي ته راغلل.

د اسنادو له مخې، له د ۱۹۸۲ کال په اګسټ کې د ملګرو ملتونو له خوا په ټولیز ډول ۴۱۶۳ کسان له “ادانه” نه دلته لېږدول شوي وو او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته سلګونه نوي سکان د افغانستان له مختلفو برخو او توکمنو له هغوی سره یوځای شول.

خو ټولو ته دلته هرکلی نه ویل کېږي، یو تن یې ادعا کوي د هغه د توکم له امله هغه داسې ګڼي چې ددې ځای وګړو رد کړی دی.

ترکیه کې زلزله

دې تن په رضاکارنه توګه په دې کلي کې زما د لارښود په توګه د کار وړاندیز وکړ. دی د خپل نوم له ښودلو ډېر وېرېده ځکه نو زه یې دلته د علي په نوم یادوم.

د ګڼو نورو افغانانو په څېر چې له طالبانو تښتېدلي، علي هم د زرګونه کیلومترو سختو لارو،‌ چې غرونه، دښتې لوړ سیمټي دېوالونه پکې وو، له تېرېدو وروسته دلته رارسېدلی دی.

کله چې دلته راورسېد د اوسېدو قانوني اسناد، کار او خپلواکي یې نه لرله. د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې پټیو او باغونو کې سبزي، ترکاري او مېوې راغونډولې.

موږ د هدیرې په لور وخوځېدو چې له زلزلې وروسته په ناڅاپي ډول بې‌نومو قبرونو ډکه کړې وه.

علي راته وویل موږ ځینې کورنۍ په ډله ییزو قبرونو کې ښخې کړې. د کوچنیانو پېژندل ممکن نه وو. په کومو نړېدلو ودانیو کې چې موږ د هغوی مړي موندلي وو،‌ هلته له نورو موندل شویو مړو سره مو یوځای ښخ کړل.

هر دویم کور چې موږ پرې تېرېدو، په بشپړ نړېدلی یا هم یوې برخې ته یې زیان اوښتی دی.

ما یو سړی ولید چې رېړۍ کې یې بالښتونه او توشکې اچولې، هغه یې کشوله او ژړل یې. هغه دومره ټکان خوړلی و چې هېڅ خبرې یې نه شوای کولی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لومړي غبرګون کې له زلزله ځپلو سره مرستو کې نیمګړتیاوې ومنلې او ژمنه یې وکړه چې اغېزمنې شوې سیمې به په یوه کال کې بېرته رغوي.

د کلي ځینې اوسېدونکي چې خپل کورونه یې ویجاړ شوي یا یې کورونو ته د اوښتي زیان له وېرې هلته بېرته نه ستنېدل، هغوی د کلي څلورلاره کې ناست وو.

ترکیه کې زلزله

په دوی کې حاجي جُره هم و چې پر دودیزه افغان غالۍ پرلت ناست و. د هغه درې پوړیزه کور به بشپړ ډول نړېدلی.

ده راته وویل زه اصلاً د افغانستان د کندوز ولایت اوسېدونکی یم. لومړی مې ایران ته هجرت وکړ شل کاله هلته واوسېدم، شاید زما قسمت کې ترکیې ته راتګ و،‌ ډېر کلونه مې په دې کلي کې د کور جوړولو لپاره کار وکړ. الله رانه دا کار واخیست خو د خدای شکر دی چې موږ ژوندي پاتې شوو.

نورو ان خپل ژوند هم له لاسه ورکړی، زما بچیان او لمسیان را ژوندي دي.

د شین چای له غوړپ وروسته ده راته کړل، د ترکیې حکومت ډېر مهربان دی، موږ ته یې اوبه،‌ خېمې او تودو پاتې کېدو لپاره لرګي راکړل.

د حاجي جُره په څېر ترک توکمه افغانان چې د ترکیې تابعیت ورکړل شوی، ان له زلزلې وروسته هم پخپل “وړوکي افغانستان” کې پر پاتېدو خوښ دي او هېڅ بل ځای ته د تللو هوډ نه لري.

خو د علي په څېر کسان چې وروستیو کې له افغانستانه وتلي دي، د زلزلې د تبا کوونکي اغېز له کبله د هیله‌مندۍ لپاره څه نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترکیې هاتای کې “وړوکی افغانستان”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*