د تقاعد د حقونو د ورکړې بهیر کې له ځنډه د متقاعدینو شکایت

💬0

د تقاعد د حقونو د ورکړې بهیر کې له ځنډه د متقاعدینو شکایت

مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د متقاعدینو د معاشونو ورکړې د شپږم مهالوېش له تثبیته خبر ورکړی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې، د پوهنې وزارت متقاعدین او د ملي دفاع وزارت جنرالان به د روان کال د وري له ۲۶مې څخه د سرطان تر ۲۶مې پورې خپل اسناد بشپړ کړي او د تقاعد معاشونه به ورته ورکړل شي.

خو یو شمېر متقاعدین وايي، لا هم د تقاعد د حقوقو په اخیستو کې له ستونزو سره مخ دي او نشي کولی خپل حقوق ترلاسه کړي.

حفیظ ‌الله، یو له هغو متقاعدینو څخه دی چې د خپل تقاعد د ترلاسه کولو لپاره د تقاعد د خزینې ریاست ته ورغلی.

که څه هم د هغه د لسو کلونو تقاعد معاش څخه څه باندې ۹۵ زره افغانۍ ټاکل شوې وې او یو سند هم ورکړل شوی و، خو کله چې بانک ته ورغلی، ورته ویل شوي چې پیسې نشته.

هغه وویل: «موږ ته تعرفه راکړل شوې او وایي چې بانک ته ولاړ شو، خو کله چې بانک ته ځو، وایي حواله نه ده شوې. بیا چې د تقاعد خزانې ریاست ته مراجعه کوو، وایي مستحق نه یاست.»

په دې منځ کې، یو شمېر ښځینه متقاعدینې هم له خپلو اقتصادي ستونزو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې نږدې پنځه کاله کېږي هره دروازې ټکوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي خپل تقاعد ترلاسه کړي.

هغې وویل:  «موږ ته تقاعد نه راکول کېږي او وایي چې مستحق نه یو. ولې مستحق نه یو؟ موږ خپل حق غواړو. ژمی تېر شو، روژه هم تېره شوه، عریضه مو هم ورکړې، خو تر اوسه زموږ پیسې نه دي راکړل شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې له بهیر څخه د څه باندې اوو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم ډېری متقاعدین د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په تمه پاتې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تقاعد د حقونو د ورکړې بهیر کې له ځنډه د متقاعدینو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*