
د ژمي په سړه هوا کې د تیرا د لسګونه زره بېځایه شویو ناوړه وضعیت
په وروستیو اوونیو کې د خېبر پښتونخوا د تیرا سیمې لسګونه زره اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له وېرې بېځایه شوي دي.
ځایي اوسېدونکي وایي، په جوماتونو کې ورته اعلان شوی چې ښایي سیمه کې یې د پاکستاني پوځ له لوري عملیات پیل شي او دوی باید له دې سیمې و وځي.
د تیرا بېځایه شوي، عبدالرحیم وویل: «خلک د یخنۍ له امله نه دي وتلي. دا زموږ دایمي سیمه ده او خلک هر کال په واورو کې همدلته ژوند کوي. خلک یوازې د هغو اعلامیو له امله ووتل چې د پوځي عملیاتو خبر پکې ورکړل شوی و.»
د دې درې بېځایه شوي وایي، د ژمي په سړه هوا کې له خپلو کورونو وتل ورته ګران تمام شوي او وایي، د لارې په اوږدو کې څو ورځې بند پاتې شوي، څو بلې سیمې ته ورسیږي.
له تیرا بېځایه شوي، عبدالعظیم و ویل: « خلک په لار کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. لارې بندې وې، واوره ورېده او خلک تر څلورو ورځو پورې بند پاتې شول. ان ماشومان هم په لار کې مړه شول. د خلکو وضعیت ډېر خراب دی.»
هټۍوال، ګل افریدي و ویل: «په لار کې ټولې هټۍ تړل شوې وې، د ټرانسپورټ ستونزه وه، د خوړو او اوبو کمښت و او واوره هم ورېده؛ ټولې لارې بندې وې او د وتلو هېڅ لاره نه وه.»
بل لور ته، د پاکستان د ملي اسمبلې یوه غړې وایي، پاکستان امریکا سره ژمنه کړې که امریکا ونهشي کولای په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي، نو د خېبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې به ورته یوه هوايي اډه جوړه کړي.
د پاکستان د ملي اسمبلې غړې، شاندانه ګلزار خان په دې اړه زیاته کړه: « زموږ ځینې امریکایي ملګري وایي، پاکستان ورسره ژمنه کړې که دوی ونهشي کولای له افغانانو څخه د بګرام هوايي اډه بېرته واخلي، نو په تیرا سیمه کې به یوه هوايي اډه ورته جوړه کړي. البته دا موضوع نه ده تایید شوې او غیرقانوني ده او زه خپله هم کره معلومات نه لرم. خو زموږ انګلیسي ملګرو، په ځانګړې توګه هغو کسانو چې له موږ سره په ډیپلوماټیکو غونډو کې خبرې کوي، دا موضوع مطرح کړې ده.»
د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول له تیرا سیمې د خلکو د ایستلو په تړاو کوم امر نه دی صادر کړی.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي په سړه هوا کې د تیرا د لسګونه زره بېځایه شویو ناوړه وضعیت"