د تېرې شپې زلزله کې له ۲۰ زيات کسان شهيدان او نږدې ۵۴۰ ټپيان دي

د تېرې شپې زلزله کې له ۲۰ زيات کسان شهيدان او نږدې ۵۴۰ ټپيان دي

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیي چې د تېرې شپې زلزلې له امله په سمنګان، بلخ او بغلان ولایتونو کې شاوخوا ۵۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ریکټر په کچه۶.۳ زلزلې چې د بلخ–سمنګان لارې یې د تاشقرغان تنګي سیمه کې کې وتړله، مالي زیانونه او مرګ ژوبله اړولې ده.
د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي چې د دې زلزلې تر ټولو زیات زیان د دوی کورونو، هټيو او سیمې ته رسېدلی دی.

عبدالجمیل انوري چې د سيمې اوسېدونکی او د قربانيانو له خپلوانو يو دی، وايي: « د شپې يوه بجه وه چې زلزله وشوه. د شهیدانو او ټپيانو شمېر ډېر دی.»

د تېرې شپې له زلزلې وروسته، دلته د تاشقرغان تنګي لاره چې د هېواد شمالي ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي، وتړل شوه. مرستندویو او ژغورندویو ټیمونو لاره پرانستې، خو د غرونو د راښوېدو خطر لا هم شته.

محمد اشرف، د سيمې یو بل اوسېدونکی هم وايي: «د مېرمن د ورور لور مې شهیده شوې او بله لور يې په روغتون کې بستر ده.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې زلزلې کې تر شلو  زیات کسان مړه شوي او ۵۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په دې اړه داسې وايي: « د هېواد په شمالي ولایتونو کې، په ځانګړي ډول په سمنګان او بلخ کې، نږدې ۵۳۴ تنه ټپیان شوي او شاوخوا ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا لومړنۍ شمېرې دي او لا هم بدلېدونکي دي.»

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره هم وايي چې د لومړنیو شمېرو له مخې، د دې زلزلې په پایله کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

ځینو مرستندویو بنسټونو سمدستي مرستې استولې او امبولانسونو ټپیان روغتونونو ته لېږدولي دي، هغه ټپیان چې جدي طبي مرستې ته اړتیا لري.

د ۲۰۹ قول اردو د بیړني کمېټې رییس، احسان‌الحق فاروقي وايي: «د تاشقرغان تنګه لاره چې شاوخوا دوه کیلومټره تړل شوې وه، د مجاهدینو په درې ساعته هڅو سره بېرته پرانیستل شوه.»

د دې زلزلې مرکز چې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې و، د بلخ او سمنګان ولایتونو تر څنګ یې په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې هم پراخ زیانونه اړولي دي.
بلخوا، په دې زلزلې کې د مزارشریف ښار د روضې ځينې برخې هم زیانمنې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تېرې شپې زلزله کې له ۲۰ زيات کسان شهيدان او نږدې ۵۴۰ ټپيان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*