د جرمني لومړى وزير: افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوو

د جرمني لړمړى وزير اولاف شولتس وايي، غواړي افغان او سوريايي کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، هغه بیا ټینګار وکړ چې «مجرمان په آلمان کې د پناه اخیستلو حق نه لري.»

شولتس پرون( سه شنبه، وږي ٦مه) له یوې آلمانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې هغه د پناه غوښتنې په قانون کې د بیا کتنې اراده نه لري، خو غواړي چې افغان او سوريايي کډوال وباسي.

د جرمني لومړى وزير وايي: «موږ تضمین کوو چې افغانستان ته د ستنولو لپاره فرصتونه شته او موږ غواړو چې له سوریې سره هم همداسې وکړو. مجرمین دلته د پاتې کیدو حق نه لري.»

هغه زياته کړه، چې د پولې کنټرول به پياوړى کړي، خو د ده تر ادارې لاندې حکومت د افغان او سوريايي کډوالو د غوښتنو له ارزولو پرته د ويستلو اراده نه لري.

ښاغلي شولتس وویل: «دا ډېره روښانه ده چې موږ له هغو نړیوالو تړونونو څخه سرغړونه نه کوو چې آلمان لاسلیک کړي دي.» موږ به د اروپايي اتحادیې قانون او زموږ اساسي قانون ته غاړه کېږدو. موږ ډاډ حاصلوو چې افغانستان ته ستنولو لپاره امکانات برابر کړو او موږ غواړو چې د سوریې لپاره هم همداسې وکړو.»

دا څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې یوه سورياي ځوان د سولینګن په ښار کې په یوه فیستیوال کې پر جرمني اتباعو د چړې په وسیله برید وکړ، چې درې یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

داعش په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا د دې ډلې د یوه غړي له خوا ترسره شوی چې «په فلسطین او نورو ځایونو کې له مسلمانانو غچ واخلي.»

د جرمني حکومت له برید راهیسې د مخالفو ګوندونو او عامه افکارو تر فشار لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې یوه افغان ځوان په مانهایم ښار کې د اسلام ضد غونډې په ترڅ کې بريد

وکړ او د جرمني د پولیسو یو افسر وواژه

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د جرمني لومړى وزير: افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*