د جرمني مخکینۍ صدراعظمه انګیلا مرکل نن ددغه هېواد د پارلمان یا بوندستاګ څیړنیزې کمیټې ته حاضره شوې، چې په درې ساعته غونډه کې له افغانستان نه په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د تخلیې په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د څیړنو مرکزي پوښتنه داده، چې ولې د جرمني مشرتابه د دې ناورین د اټکل او د مخنیوي لپاره پوره تیاری نه درلود؟
منتقدان وایي چې دې تېروتنې زرګونه افغان سیمهییز کارکوونکي او د هغوی کورنۍ، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی و، بې برخلیکه پرېښودل او د طالبانو رحم ته یې وسپارل.
جرمني رسنۍ هغه زړه بوږنوونکې صحنې چې افغانان پکې په کابل هوايي ډګر کې د الوتکو پر وزرونو ولاړ دي، د نړیوالې حافظې برخه او د لویدیزې مشرتابه د ناکامۍ تاریخي پېښه ګڼي.
د مرکل دفاع
څارونکي تمه نه لري چې مرکل به د خپل حکومت کومه جدي تېروتنه ومني. هغه به، چې په محتاطې او ځیرکې مشرې پېژندل کېږي، دا ناکامي احتمالا د نړیوالو ناسمو اټکلونو پایله وګڼي.
د کمېټې څېړونکي باورمن دي،چې د مرکل په تازه چاپ شوي کتاب کې یې د هغې د افغانستان تګلارې په اړه نوي مالومات موندلي، خو داسې ښکاري چې کتاب د دې موضوع په اړه ډېر کم څه وړاندې کوي.
د څیړنو موخه
که څه هم چې تمه نه کېږي په څیړنو کې به کومه لویه افشاګري وشي، خو دا بهیر ډېر مهم ګڼل کیږي.
دا د جرمني سیاسي نظام اړ باسي چې سختې پوښتنې مطرح کړي: ایا د ښه پلان جوړونې له لارې د بشري ناورین مخنیوی کېدای شوای؟ ایا استخباراتي او پوځي مشورې له پامه غورځول شوې وې؟
د جرمني رسنیو په باور، دغه بهیر د ډیموکراسۍ د حساب ورکونې پر اهمیت ټینګار کوي، حتا د هغو مشرانو لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې له دفتره وتلي وي.
د مرکل لپاره، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د اروپا د یوې ثابتې مشرې په توګه پېژندل کېده، د افغانستان دا کړکېچ د هغې په سیاسي میراث کې یوه نادره برخه ده.
د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، د دې څیړنو پایله کېدای شي د خلکو په نظر کې د مرکل انځور ډېر بدل نه کړي، خو هدف یې له تېروتنو څخه د زده کړې لپاره وضاحت او هڅول دي.
افغانستان له دریو کلونو راهیسې د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې دی. له ۲۰ کلونو وروسته د ناټو ځواکونو د ناڅاپي وتلو په اړه نیوکې تراوسه هم روانې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د جرمني پارلماني کمېټه نن د افغان تخلیې په تړاو د انګیلا مرکل شاهدي اوري"