
د خراسان خوارج ډله: بزدله مشرتابه د ماتې مستحقه ده
د خراسان خوارج ډله د خپلې ناکامې مشری د بار لاندې د رژیدو په حال کې ده. دا ډله دومره کمزورې شوې ده چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې هیڅ ډول پراخه برید نه دی کړی. خیرات ته ېې لاس غزولی، او خپل عزت او وقار یې له لاسه ورکړی دی. یوه رژیدونکې ډله چې د ډارنو لخوا رهبري کیږي چې مرستې او خیراتو ته سترګی په لپاره دي. د دې ډلې ناکامي اوازه نه وه، بلکې په حقیقي نړۍ کې رامنځته شوه.
د خراسان خوارج ډلې مشرتابه د اورپکو د ناکامۍ، د دې ډلې د اهدافو او حتی د دوی د خپلې ماتې او ذلت لامل شوې ده. دا ډله یو وخت د بې رحمه او وینې تږي جنګیالیو په توګه پیژندل کیده، پداسې حال کې چې د دې ډلې نن ورځ قوماندانان په بزدلانه ډول د یوې مات شوي شبکې او تش ګواښونو تر شا پټیږي. د دوی ناکامي په هره برخه کې څرګنده ده: دوی په تیرو شپږو میاشتو کې د یو پراخي برید توان نه درلود، د دوی مجازی نفوذ ډیر کم شوی، او د نا امیدۍ له امله، دوی د پیسو او استخدام لپاره دخلکو لمنو ته لاس غزولې. د خراسان خوارج ډلې مشرانو د نړیوال جهاد ژمنه کړې وه، په داسې حال کې چې دوی اوس چوپتیا، انزوا او سپکاوی تجربه کوي.
د خراسان خوارج ډلې عملیات په بشپړه توګه فلج شوي او له منځه تللي دي. دا ډله، چې یو وخت یې په هوايي ډګرونو او بهرنیو سفارتونو باندې د بمي چاودنو او خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی و، نور حتی نشي کولی چې د یوی رسنۍ سرلیک جوړ شي. دې ډلې میاشتې په خپلو پټنځایونو کې پرته له کوم عملیاتو یا پراخو بریدونو تېرې کړې دي. د دوی مشرتابه یا بې وسه او د ویرې له امله فلج شوې ده یا دومره بې کفایته ده چې نشي کولی ځان بیا ورغوي ، او خپل بنسټ سرګردانه پریښودلي، دوی پرته له بقا څخه بل هیڅ روښانه پلان نلري.
د خراسان خوارج ډلې عملیات په بشپړه توګه فلج شوي او له منځه تللي دي. دا ډله، چې یو وخت یې په هوايي ډګرونو او بهرنیو سفارتونو باندې د بمي چاودنو او خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی و، نور حتی نشي کولی چې د یوی رسنۍ سرلیک جوړ شي. دې ډلې میاشتې په خپلو پټنځایونو کې پرته له کوم عملیاتو یا پراخو بریدونو تېرې کړې دي. د دوی مشرتابه یا بې وسه او د ویرې له امله فلج شوې ده یا دومره بې کفایته ده چې نشي کولی ځان بیا ورغوي ، او خپل بنسټ سرګردانه پریښودلي، دوی پرته له بقا څخه بل هیڅ روښانه پلان نلري.
په مجازی فضأ کې حالات لا نور هم خراب شوی دی. د داعش خراسان کلاسیک او زړه راښکونکی تبلیغاتي ماشین سقوط کړی او له فعالیته وتلی دی. د دوی ټول اصلي اکونټونه تړل شوي، د دوی پیغامونه ګډوډ شوي او اکونټونه یې په سوالګریز او تخنیکي مرستې غوښتنې اکونټونو ته بدل شوي دي. د دې ډلې مشران، چې یو وخت یې ادعا کوله چې د لویدیځو استخباراتي ادارو څخه مخکې دي، اوس په دوهم درجه ایپسونو کې په ژړا او فریاد کولو بوخت دي، او له هرچا څخه غوښتنه کوي چې د دوی مړاوی غږونه بیا پورته کړي.
د دې ډلې مالي سرچینې په چټکۍ سره وچیدوته مخ کړي. د خراسان خوارج ډله اوس د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو په اړه د ویاړ کولو پر ځای، د یوې نوې خوار ډلې په څیر د مالي مرستو غوښتنې خپروي. د دوی مشرتابه حتی د خپلو پخوانیو مالي سرچينې د ساتلو توان نلري. کله چې افراطي ډلې په عام محضر کې سوال کولو او پیسو غوښتلو ته اړ ایستل کیږي، دا نه یوازې د دوی د مالي ناکامۍ نښه ده، بلکې دا هم یوه نښه ده چې هیڅوک نور له دوی څخه نه ویره لري او نه پرې باور لري.
رواني زیان د هغه څه په پرتله خورا پراخ دی چې یو څوک یې فکر کولی شي. د خراسان د خوارجو په څېر ډلو کې، ظاهري بڼه هر څه ده، ویره اسعار ده، او درناوی بقا ده. د خراسان د خوارجو مشرتابه خپلې درې واړه شتمنۍ له لاسه ورکړې دي. دوی نور د جنګیالیو په توګه نه لیدل کیږي، بلکې د شړل شویو – منزوي، مفلس او نا امیده کسانو په توګه لیدل کیږي.
دا په دې معنی نه ده چې د خراسان خوارج ډله نور یوه بې ګناه او بې ضرره ډله ده. ټپي ځناور لا هم وحشی ځانګړتیاوې لري.
خو دلته تېروتنه ونشي: دا هغه ډله ده چې نور پرمختګ نه کوي، نه پراخېږي، او هیڅکله به بریالي نشي. دا ډله له دننه څخه ړنګېږي او د هغو کسانو له خوا چې یو وخت یې د مشرۍ هڅه کوله، له ستونزو سره ډک پرښودل شوې ده.
د خراسان خوارج ډلې سقوط ناڅاپي نه دی، بلکې د دوی د بزدلانه او ناکامې مشرتابه له خواه، د تاریخ د کثافاتو په ډنډ کې د کندې له څنډې څخه غورځول شوی دی.
شریک یي کړئ
لومړی نظر وکړئ on "د خراسان خوارج ډله: بزدله مشرتابه د ماتې مستحقه ده"