
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د څلورو میلیونو څخه زیاتې میندې او مـاشومان له خوارځواکي سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې له څلورو میلیونو څخه زیاتې میندې او مـاشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړې چې د بېوزلۍ له امله د کورنیو ماشومان له دې ناروغۍ سره مخ دي.
ځینې اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د ا.ا. محدودیتونو د افغانستان اقتصادي شریانونه وچ کړي او د افغانستان د کاري ځواک ۵۰ سلنه یې بې کاره ساتلې ده.
اوس مهال، په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک د مرستو په تمه دي، هغه مرستې چې د ملګرو ملتونو په وینا، په چټکۍ سره کمې شوي او مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې د میندو او مـاشومان په منځ کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او شمېر یې له څلورو میلیونو څخه زیات اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د بي بي حوا کیسه انځور کړې، هغه ښځه چې د خپل خوارځواکي ماشوم د درملنې لپاره کلینیک ته تللې وه.
د هېواد دا اوسیدونکې وايي چې خاوند یې بېکاره دی او د دوی یوازینۍ خواړه وچه ډوډۍ ده.
د کابل اوسېدونکی وایي: «زما مېړه بېکاره دی، دا وخت هم زموږ د موټر کرایه نشته چې راشم، یوه ورځ وروسته مېړه مې نیم سیر اوړه راوړي، هماغه پخوو او دوه ورځې پرې تېرېږي.»
خو ولې او په کوم دلیل افغانان ورځ تر بلې بې وزله کیږي؟
یو شمېر اقتصادي کارپوهان کار، ځمکه او پانګه د تولید مهم عوامل ګڼي، هغه عوامل چې په ټولنه کې اقتصادي وده راولي.
د دې کارپوهانو په وینا، ا.ا. اوس مهال ټولې هغه سیمې ویجاړې کړې دي چې دا عوامل فعالوي.
د اقتصادي چارو کارپوه، حمیدالله فاروقي، وايي: «زموږ په ټولنه کې چې له پنځوس سلنه زیات نفوس ښځې دي، د کار له ساحې بهر پاتې دي. همدارنګه، ډېری نارینه چې د کار کولو وړتیا لري، د کار د نشتوالي، د مناسبې پانګونې د چاپېریال نشتوالي، د قوانینو نشتوالي، او د قانون حاکمیت نشتوالي له امله له تولیدي سکتور څخه پاتې شوي دي. له همدې امله، یوازې د ټولنې یوه محدوده برخه تولید کوي، او د ټولنې اکثریت له دې تولیداتو استفاده کوي.»
ا.ا. د خپلې واکمنۍ په دریو کلونو کې، په ښځو او مـاشومان باندې له ۵۰ څخه ډېر محدودیتونه لګولي دي. د ښځو په کار کولو بندیز د دې محدودیتونو څخه یو دی، کوم چې د ځینو اقتصادي کارپوهانو په وینا، د افغانستان د کاري ځواک نیمایي برخه د کار کولو مخه نیولې ده.
د اقتصادي چارو د ځینو کارپوهانو په وینا، د ا.ا. محدودیتونو مرستې ته د خلکو اړتیا زیاته کړې، او هغه مرستندویه سازمانونه چې له خلکو سره مرسته کوي هم د ا.ا. له محدودیتونو څخه اغیزمن شوي دي.
لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې راپور ورکړی، د ا.ا. لاسوهنه د بشري فعالیتونو په وړاندې ترټولو لوی خنډ دی.
د اوچا د شمېرو پر بنسټ، ا.ا. په یوه میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي
سربیره پردې، د لاسرسي ننګونو او په بشري عملیاتو کې د ا.ا.د لاسوهنې له امله ۳۵ بشري فعالیتونه ځنډول شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د څلورو میلیونو څخه زیاتې میندې او مـاشومان له خوارځواکي سره مخ دي"