د خوړو نړۍوال پروګرام: یوازې ۶ سلنه مرستې اداري لګښتونو ته ځانګړي کېږي

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه شا‌وي لي له طلوع‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وایي چې، دغه بنسټ له ترلاسه شویو مرستو یوازې شپږ سلنه هغه خپلو اداري لګښتونو ته ځانګړي کوي او پاتې نور له خلکو سره د مرستې لپاره کاروي.

د خوړو نړۍوال پروګرام رییسه ټينګار کوي چې، دم‌ګړۍ ۲۱٫۴ مېلیونه تنه چې، ۸ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي، مرستو ته اړمن دي؛ خو دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله یوازې یو مېلیون تنو ته مرسته رسوي.

شاوي لي څرګنده کړه:«دا سمه نه‌ده، ډېری مرستې خلکو ته ورکول کېږي، یوازې شپږ سلنه د خوړو پروګرام اداري لګښتونه دي.»
 
هغه همدارنګه راتلونکی ژمی په افغانستان کې د اړمنو لپاره یوه جدي ننګونه ګڼي او وايي چې، دغه بنسټ اړمنو ته د مرستې رسونې لپاره، له ۶۲۰ مېلیون ډالرو څخه یوازې ۴۰۰ مېلیونه ډالره یې ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاتوي چې، د افغانستان بشري وضعیت د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پرتله پرمختګ لرلی؛ خو لا هم دا هېواد په سخت بشري وضعیت کې دی.
 
د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه دغه راز د د دوی په فعالیتونو کې د سرپرست حکومت د لاسوهنې د ادعاوو په تړاو وایي:«د یو لړ موضوعاتو د حل لپاره تل خبرې روانې وي. یقیناً یو لړ مسایل شته چې، باید پرې بریالي شو او ډېری وخت د خپلو فعالیتونو د تشریح لپاره خبرو او مذاکرې ته اړتیا لرو. موږ ډېری وخت خپل فعالیتونه تشریح کوو. یو له هغو مواردو چې، ما تشریح کړل دا دي چې، موږ یو بشري بنسټ یو او داسې بشري قوانین شته چې، له نړۍوالو پولو هاخوا دي او موږ باید هغه تعقیب کړو.»

شاوي لي په خپلو خبرو کې د متناقضو شمېرو د وړاندې کولو په تړاو د نیوکو په اړه وايي چې، د خوړو نړۍوال پروګرام خپلې شمېر د ۳۸ نورو نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په ټول افغانستان کې راټولوي او اړمن کسان یې په پنځو برخو وېشلي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه په دې تړاو څرګندوي:«زموږ د  بېلابېلو شریکانو لخوا په هېواد کې معلومات راټولېږي او بیا تحلیل او تجزیه کېږي. ارزونه له ۳۸ شریکانو سره په هېواد کې ترسره کېږي. دا ارزونه یوازې د خوړو د نړۍوال پروګرام یا ملګرو ملتونو لخوا نه‌ده.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام د رییسې د معلوماتو له مخې، امریکا، اروپایي ټولنه او برېټانیا له دې ادارې سره مرستې کړي او کاناډا، استرالیا او جرمني د تمویل کوونکو په توګه او نړۍوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک د شریکانو په توګه د خوړو د نړۍوال پروګرام ترڅنګ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خوړو نړۍوال پروګرام: یوازې ۶ سلنه مرستې اداري لګښتونو ته ځانګړي کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*