د خيبر پښتونخوا کورمه کې د مسافرو پر موټرو د وسله والو بريد کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوی دي.
د خيبر پښتونخوا يوه امنيتي چارواکي جاويد الله مسيد په پېښه د ۳۸ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. په وژل شويو کې اته مېرمنې هم شاملې دي.
د نوموړي په وينا په بريد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپيان شوي هم دي چې د پېښور او ټل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې بريد د کورمې په مندروي سيمه کې شوی دی.
په سيمه کې د يوه روغتون ډاکتر محمد نواز د بي بي سي خبريال افتخار خان ته ويلي چې تراوسه دوی ته د ۳۳ تنو جسدونه وروړل شوي دي.
د دې تر څنګ پنځه مړي او اته ټپيان د عليزي په نامه سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه خبر بشپړېږي.
مرتبط مضوع:
د پاکستان پوځ وايي وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د بنو په مالي خېل سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمګري برید کې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي سرتېري وژلي دي.
پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون سې شنبه (نومبر پر ۱۹مه) وسلهوالو له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پوستې له دیوال سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې ودانۍ ړنګه شوې او لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د ځينو وژل شوو پولیسو له عکسونو سره په خپاره کړي پاڼه کې ویلي چې په ځوابي ډزو کې شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.
وځ ویلي چې په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل شوي او په وینا یې، د دې پېښې عاملان به د “قانون منګولو” ته وسپارل شي.
د برید مسئولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.
که څه هم حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان خواخوږی بلل کېږي خو ډله یې ترې جلا ده او تر ډېره په وزیرستان، بنو او شاوخوا سیمو کې فعالیت کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د موټرو پر کاروان بريد کې ۳۸ تنه وژل شوي"