د خپلو کورنیو ارزښتونو ساتنه وکړو
تاريخ په خپله لاره کې د منافقانو بېلابېلې ډلې يادې کړې، خو د منافقينو د يوې ډلې په څېره کې چې د نړۍ د منافقينو اتلولۍ لقب يې خپل کړ، حيران شو. دا وحشي ډله چې تاریخ یې د بیانولو څخه کرکه لري، داعش یا عصري خوارج دي.
دا ډله چې له پیله یې د اسلام تر سپیڅلي دین نامه لاندې د اسلام ضد کړنې تر سره کړي او ټول معیارونه او اصول یې د اسلام له سپیڅلي دین سره په بشپړ ټکر کې دي، دومره بې شرمه دي چې یو ځل هم دوی فکر نه دی کړی چې خپل عملونه د دوی له خبرو سره پرتله کړئ.
دا ډله په نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې او یوازې د ساه اخیستلو لپاره په افواهاتو او درواغو تکیه کوي. دا ډله په خپلو درواغجنو خپرونو کې په امت کې د ښځو پر رول ټینګار کوي او په خپله وروستۍ ګڼه کې د ښځو د رول په اړه لس ټکي بیانوي چې واقعاً په زړه پورې او په عین حال کې دردونکی دی. موږ به لاندې ځینې دا ټکي پرتله کړو.
- “داعش وايي چې د ښځو لومړنی مسؤلیت د پوهې ترلاسه کول دي.” په داسې حال کې چې د دې ډلې منافقانو د ښځو علم او پوهه په برخه کې دومره ظلمونه وکړل چې قلم یې د ښځو له پاکو وینو رنګ ورک کړ. د افغانستان خلک د کابل پر پوهنتون برید نه دی هیر کړی.
- “ښځې باید پوځي هنر زده کړي.” ایا په اسلام کې د ښځې لومړنی مسوولیت دی چې پوځي هنر زده کړي؟ یا د یوې سالمې کورنۍ جوړول او ټولنې ته خدمت کول؟
- ” ښځې باید خپل ماشومان په سمه توګه وروزي.” په داسې حال کې چې هغه ښځې چې د داعش بندیانې دي او بې پلاره اولادونه زیږوي، څنګه کولای شي په سمه توګه د دغو ماشومانو پالنه وکړي چې د د دوی د پلار نطفه یې معلوم نه وي.
- “ښځې باید امر باالمعروف او نهی عن المنکر و کړي.” په داسې حال کې چې داعش خپله ښځې فحشا ته مجبوروی. داسې شواهد او اسناد شته چې د داعش مفتیانو د خپلو جنګیالیو د جنسي رضایت لپاره د داعش پر ښځو او د جګړې بندیان د جنسي تیري امر کړی و. د برتانیا مشهور څېړنیز مرکز QUILLIAM په ۲۰۱۶ کال کې یو راپور خپور کړ چې ۳۱۰۰۰ امیندواره مېرمنې د داعش د غړو تر کنټرول لاندې دي. عمار حسین چې د داعش یو له بندیانو څخه دی، په خپله مرکه کې اعتراف کړی چې له ۲۰۰ زیاتو ښځو سره یې جنسي اړیکې لرلې.
- “ښځې باید د خپلو میړه، وروڼو او زامنو ملاتړ وکړي.” په داسې حال کې چې دغه مظلومې ښځې شپه او ورځ د داعش د جنګیالیو لخوا جنسي تیری پر کیږي او د جنسي تیري په پایله کې ماشومان زیږیږي او د دوی په لیدلو سره د میندو روح ځوریږي، څنګه به یې ملاتړ وکړي؟
- “”ښځې باید په سختیو کې صبر وکړي.” دا په داسې حال کې ده چې داعش جنګیالیو له دغو مظلومو ښځو هر ډول جنسي او فزیکي ناوړه ګټه پورته کړې او اوس یې دوی په فقر، بدبختۍ او نامعلوم برخلیک کې پریښي دي.
وروستۍ خبره چې زموږ ذهن ته راځي هغه دا ده چې موږ باید هیڅکله د دې منافق او فاسق ډلې نصیحت او مشوره چې اعمال یې برعکس د نصحیتونو دي، ونه منو. زموږ دین او کلتور موږ ته دا را زده کړي چې موږ باید د ښځو درناوی وکړو لکه څنګه چې موږ د خپلو میندو درناوی کوو. د ښځې کرامت په اسلام سپیڅلي دین کې حقیقي دی، نه د خوارج ډلې په کتابونو او چلندونو کې. اې مسلمانې خورې د خپل عزت او ناموس په خاطر د دې ډلې له پروپاګند څخه ځان وساتئ او خپل ځان او خپله کورنۍ د دې زهرجنو موادو په درواغو او نفاق مه ککړوئ.
شریک یي کړئ
لومړی نظر وکړئ on "د خپلو کورنیو ارزښتونو ساتنه وکړو"