د داعش تبلیغات افشأ

22
13

Loading

د داعش د تبلیغاتو د دستگاه نړیدل او افشا

امواج پریس په تیرو وختونو کې د بیلابیلو عنوانونو لاندې ګڼ شمیر مقالې خپرې کړي چې د داعش د ناکامۍ بیلابیل اړخونه یې پوښلي دي. په دې موادو کې د داعش سترې ناکامۍ لکه د ټولو ځمکو له لاسه ورکول، د خوا رجو له کړنو سره ایډیالوژیکي تضاد، د اسلامي امت په منځ کې د دې ډلې نفاق او فساد او نوری اړوندی موضوعګانی په تفصیل سره بیان سوی دي. د داعش ترهګر، چې په دی پوهیدل چې د دوی ټولې دروغجنې ادعاګانی به افشا کیږی، نو یی په بیځایه او پوچ ډیجیټلي پروپاګند ډیر تمرکز وکړ. او په دی به یی فخر کوی چی د تبلیغاتو به ډګر کی دوی ډیری لاسته راوړنیی لري. د بیلګې په توګه، دوی به وار وار دا یاددوی چي ګواکی دوی د نړی په څو ژبو د تبلیغاتو وړتیا لري. د بغدادی داعشیانو د ګوډاګیانو څخه یوه ډله چی العزایم نومیږی هم دغه باټي وهي او زیاتوي چی دوی د مرکزی داعش سره رسمي اړیکی لري. دغه مجهول الهویته رسنیز بنسټ ادعا کوی چی د دداعش رسمی رسنه ده او د خراسان په لرغوني سیمه کی فعالیتونه تر سره کوي. خو تر اوسه یی نه ددی ادعا د ثبوت لپاره کوم شواهد وړاندی کړی او نه هم ددوی بغدادی بادارانو د دوی دغه ادعا تایید کړی ده.

حقیقت دا دی چې بغدادي خوارج العزایم د انتاج الانصارو په ډله کی بولي نه کومه رسمی رسنه. دا ښکاره تضادونه د هغو کسانو لپاره چې د سالم ذهن او طبیعت خاوندان دي ډیرې پوښتنې را پورته کوي، چې تر ټولو مهمه پوښتنه د دې ترهګرې ډلې د رسمي رسنیو په توګه د العزایم اعتبار دی. اصلی مسله دا ده چی د العزایم اړیکی د بغدادي داعشیان سره تل د مالي ګټو پر بنسټ ولاړي وی. و هیڅ ډول رسمي اړخ یې نه درلود. د ۲۰۲۰ تر پایه پورې، بغدادی داعشیانو خپلو منطقوی اجیرانو ( لکه العزایم ) ته مالی مرستی لیږي. خو وروسته له هغه چې په بغداد کې داعش له ماتې سره مخ شو او د ټولو مالي سرچینو لکه کان کیندنې، د تیلو قاچاق او داسې نور ي مالي سرچینی یی له مینځه وویړل سوی، نو یی دا توان له لاسه ورکړی. دغه پیښه د داعشیانو تر منځ د ځینو تحولاتو لامل سوه. لکه، د العزایم رسنیز بنسټ ښکارنده نافرمانی اوخپلسري.

په ۲۰۱۵ کې، د داعش د رسنیو د مرکزي دفتر مشر، محمد العدناني، خپل د خلافت او دولت ټوله اړوندو فرعی رسنیو ته امر کړی وو د دولت او خلافت اړوند د هیڅ ډول نشراتو اجازه نلري او په هغه اصدار کیی یی ټوله له دی کار څخه منعه کړی وه. خو العزایم په وار وار ددوی په نامه خلیفه ګانو نافرامانی کړی او خپلسري نشراتو ته یی ملا تړلي ده. دلته د العزایم او د دوی د بادارانو تر منځ د د ښکاره تضادونو بیلګی وړاندي کیږي.

1. العزایم تل ادعا کوي چي دوی د دداعش رسمي رسنۍ ده. خو بغدادی داعشیان یی نه تأیید وي. بل دا چی  العزایم څو ځله  د داعش د رسمي رسنیو پر خلاف رسنیز مواد تولید کړي دي.  دا په داسې حال کې ده چې د داعش د رسنیو دفتر په ښکاره توګه ټولې رسنۍ د خلافت په تړاو د رسمي موادو له خپرولو او تولید څخه منعه کړې وې.
2. العزا یم نه یوازې د خپلو بادارانو نافرماني کوي او په بغداد کې د داعش په استازیتوب رسمي څرګندونې کوي، بلکې مختلف ویډیوګانې، آډیو او انفوګرافیکونه هم جوړوي چې د دوی په  ادعا  د داعش رسمی نطرونه څرګندوي.کوي  دې ډلې حتی په دې وروستیو کې د مصنوعي ذکاوت څخه کار اخیستی ترڅو پروپاګند مواد جوړ  کړي چې دا کار نه بغدادی داعشیانو کړی وو او نه یی هم تایید کړی دي.
3. تازه تحولات دا هم ښیی چي  د العزایم رسنه اوس شرعي فتواګانی هم صادروي. چی اکثرا د بغدادی داعش د عقایدو  سره چی  ( هذه عقیدتنا و هذا منهجنا )  واړه کتاب کی ذکر سوی دی په ښکاره ټکر کیدي. چی دا خپله د فکری اختلاف یو معلومداره بله بیلکه ده.  ددغو فتواګانو یو بیلګله تاسی ته وړاندی کیږی چی العزایم داعشیان د مسلمانانو وژلو او د مساجدو په ورانولو مجبوروي. او وایی چی د مسلمانانو وژل او د جماتونو ورانولو ته باید تر هرڅه مخکی لومړیتوب ورکړای سي.

گډوډ تبلیغات، مبهمی رسمی ادعاوي، د وینا او عمل تر منځ توپیرونه او تر ټوله مهمه دا چی د داعشی د مرکزی رسني مشر د خپلو فرامینو او لارښونو به تنفیذ او اجرا کی بیځواکه او عاجزه کیدل. دا ټول نوی تحولات د داعش د رسنیزو او تبلیغاتیو ناکامۍ او سقوط نښه ده. او تر دی لا مهمه نکته دا ده چی دوی د هغه اساسی رکن چی ( السمع و طاعه) په رعایت کی پاتي راغلي. نو که د دې تروریستي ډلې یوه رسنیزه اداره د مرکزي رسنیو دفتر ته دومره بې احترامي او بې اعتنایی کوي، ایا دا د خوارجیت د رسنیو د څارنې د کمیټې د ختمیدو په معنا نه ده؟

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش تبلیغات افشأ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*