د داعش رهبری شایستگی ضعف او اداری خلأ

8
3

Loading

د داعش په رهبرۍ کې د وړتیا کمزوري او اداري نشتوالي

افشا شوي اسناد دداعش سومالیا په ولایت کې د نظامي چارو رښتینی وضعیت څخه پرده پورته کړی!

دا ویډیو هر هغه چا ته خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت د دې نوي “خلیفه” پیروي کوي.

نن ورځ موږ یو مهم سند افشا کوو چې په سومالیا کې د داعش د نظامي دفتر د امیر لخوا د اسلامي دولت سومالیا پخواني والي عبدالقادر مومن ته لیکل شوی.

د سو مالیا پخوانئ والي عبدالقادر مومن چې د الشباب پخوانی ایډیالوژیک وتلې څیره وو،او په کال ۲۰۱۵ کې د ابوبکر البغدادي او اسلامي دولت سره یې بیعت وکړ.

د سومالیا ولایت د داعش په سیمه ایز تمویل کې مرکزي رول لوبوي او د مالي شبکو د قوماندې مرکز په توګه کار کوي. دغه ولایت
د مالي مرستو، وسلو او استخدام مسؤلیت هم لري.

په دې لیک کې څرګنده شوې چې د مومن په مشرۍ د داعش ډلې حتی د لومړنیو اړتیاوو لکه د حفظ الصحې او پخلی کولو وسایلو نه شتون درلود، پرته له دې چې دې ډلې مفصل پلانونه او لارښوونې ولری.

دا داخلي سند داسې ښیې چې عبدالقادر مومن په اساسي چارو کې ناکام شوی دی او دا په ډاګه کوي چې هغه به خامخا په اساسي او لوړو چارو کې ناکام وي.

ګرانو مسلمانانو!
د اسلامي دولت پروپاګند نړۍ ته افشا شوي
مهرباني وکړئ د دې بدمرغه ډلې په درواغو
او منافقتونو مه غولیږي،
ځکه دا تش په نامه ډله نور فزیکي شتون نلري.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش رهبری شایستگی ضعف او اداری خلأ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*